د جهاد هدف د کفر تزلیل که له استعماره آزادۍ؟

باعث قطب

جهاد د دې لپاره نه دی چې ته د وطن آزادۍ او خپلواکۍ لاس ته راوړې او یوې خپلواکې جغرافیې ته پرې ځان ورسوې ځکه دا اهداف د جهاد د هراړخیز هدف په نسبت ډېر کوچني او بې ارزښته دي

جهاد ستا د تورې په مټ او د الله په نصرت له تا په ټوله نړۍ د الله د حکم د تحکیم غوښتنه کوي او د ژوند په هر ډګر کې د اخلاص غوښتنه چې په دې مسیر کې یوازې د الله رضا په نظر کې ونیول شي!

ــ د وطن آزادول

ــ د استعمار ویشتل (ځکه چې استعمار د نورو ملتونو له معدني او انساني زېرمو څخه په خپله نفعه ګټه اخیستنه ده؛ په دې بهانه چې مونږ یې ستاسو د سمون او ګټې اخستنې لپاره راکاږو…) چې دا په خپله د اسلام له سیاست او له اسلامي اهدافو سره هېڅ ارتباط نه لري

ــ خپلې جغرافیې ته د اسلامستان او دارالاسلام نه غیر کوم بل غیر اسلامي نوم ورکول لکه افغانستان، پاکستان او یا کوم بل نوم؛ مطلب په کوم قومي او یا ملتي نامه سره یې مسما کول

ــ له نړیوال کفر سره او یا په صریحه توګه: نړیوال جهالت سره چې دا عام تش په نامه مسلمانان هم ــ چې خولې یې پټې نیولي ــ هم په کې شامل دي؛ په مقابل کې په سیاسي ډکر کې ځان بوختول او بې ګټې سر وهل

ــ قومي خپلواکۍ، او ګڼ نور

 

دا اهداف د اسلامي سیاست له اهدافو سره بلکل سر نه لګوي او د اسلام له روح سره په تناقص کې قرار لري ځکه د اسلام او جهاد هدف یوازې د الله رضا او پر ځمکه د الله د خلیفه په حیث د الهی نظام پلي کول دي نو دا اهداف د جهاد د اهدافو په مقابل کې بیخي کوچني او په نشت حساب دي او یوازې له قوم او ملت پرستۍ څخه منشه اخلي او په مادي ګټو ولاړ دي

ښایي په افغانستان کې د جهاد هدف له ډېره وخته مخکې مبادله او تعویض شوی وي او باید تاریخ ته وکتل شي

احمدشاه ابدالي چې د پښتنو د پلار په نوم هم یادیږي او د وطن پرستانو د بابا لقب هم ورکړی؛ په لومړي زل په دې متزکره اهدافو پسې ووت او د افغانستان پولې یې تر بلوچستان او د هند سمندرګي پورې ورسولې او د ملي ګرايۍ په نوم یې یوه لویه جګړه په لاره واچوله چې تر اوسه فکر کیږي چې دا جګړې جهاد وې او تر اوسه هم نشنلستانو ته د یو افتخار په نامه پاتې دی

په هغه وخت کې احمدشاه ابدالي، خلیفه مصطفی ته ــ چې د مسلمینو د خلیفه په نوم یادېده د لیک په ځواب کې چې له احمدشاه ابدالي څخه یې غوښتنه کړې وه چې د اسلام له لښکرو سره اوګه په اوګه ودریږي او د اسلام خلافت لا پسې پراخ کړي ــ ولیکل چې زه د افغان خاورې د پادشاه په صفت حق لرم چې ځمکې لاندې کړم او ځان ته د افغان د پادشاه لقب ورکړم…!

دا سلسله تر اوسه جریان لري او له ابدالیانو را په دېخوا هېڅ کوم افغان پادشاه! د اسلامي دولت او اسلام لپاره کار نه دی کړی او یوازې یې د خپل عیش او عشرت لپاره یوبل داړلي دي او یا هم هغه چې نن د باتورانو په نوم یادیږي یوازې یې د وطن لپاره مبارزه کړې ده نه د اسلام لپاره

هغه سید جمالدین افغان چې په خپل ځای د لویدیځ په مقابل کې سخت دریځی وو؛ هم د اسلامي خلافت له مخالفینو څخه ګڼل کېده چې د عثماني خلافت پر ضد ولاړ وو او د ملي ګرایۍ له نظریې یې پیروي کوله هم د اسلام او اسلامي دولت لپاره څه ونه کړل او یوازې یې د جاهلي پادشاهانو دربارونه ښکلي کړل چې بلاخره د همدوی له خوا تبعید شو
د ده له وینا چې ده خپل پاک نظریات د پادشاهۍ په پلیدو دربارونو کې ملوس کړل ډېر پښېمانه او خواشینی وو

تر دې چې په نوي عصر کې د افغانستان پادشاهان کلاً د اسلام په مقابل کې ودرېدل او له امان الله خانه یې نیولې تر ننه پورې دا عیاش پادشاهان د اسلامي جماعت او وګړو په لا بربادۍ او په تاریکۍ کې ساتلو کې بشپړ رول در لود

اصلاً دا هدف نه لرم چې ووایم؛ په خپل تاریخ باید وشرمیږو ځکه چې دا بدبختۍ یوازې زمونږ تاریخ نه لري بلکې د ملي ګرایۍ په نظر ولاړ هر تش په نوم اسلامي هیواد په دې حالت ملوس دی او هر یو د خپلې خاورې لپاره بابا لري
دا هم نه وایم چې باید مونږ خپل ټول تاریخ او فرهنګ ایسته وغورزوو ځکه دا نظر په خپل ځای فرهنګي فقر او بلاخره تقلید منځ ته راوړي چې په دې ډول سره لودیځوالو په اسلامي ملتونو خپل قانون او فرهنګ ومانه ځکه چې په لسیزو او حتی په پېړیو-پېړیو یې د اسلامي ملت د هغو وګړو چې له اسلامي زېرمې څخه یې دماغ تش وو د فرهنګ او کلچر فقر منځ ته راوړ او بلاخره په خپل تاریخ او فرهنګ یې وشرمول او خپل روبوټیک او ماشیني فرهنګ یې ــ چې د معنویت څرک هم په کې نه لیدل کیږي ــ پرې ومانه او اسلامي ملت ته یې هغه رهبران په میراث پرېښودل چې یوازې د غرب د روبوټ په حیث عمل کوي… بلکې باید دا فرهنګ او کلچر له اسلامي کلچر سره معاوضه شي

دا هرڅه باید ځکه نن یاد شي او هغه مسلمان ته چې غواړي یو اسلامي نظام منځ ته راشي او په دې ډګر کې مبارزه کوي روښانه شي او له خپل تېر تاریخه د یو مثقف وګړي په حیث آګاه شي، په ناآګاهۍ کې په دې تاریخ ویاړ به اسلامي جامعې نه دا چې له جهادي او اسلامي هدف څخه لرې وساتي بلکې یو نوع غرور به هم د نړۍ په مسلمینو کې را منځ ته شي چې برخلیک به يې د ملتونو په ټوټه ـــ ټوټه کیدلو سره خاتمه ومومي

نو رازئ ای مسلمان ملته! دا کوچني مادي او دنیوي اهداف لرې وغوزوو او اسلامي او جهادي مسیر مو له هر ډول قوم پرستۍ، ملت پرستۍ او پوله پرستۍ څخه وساتو او لومړی د ملي ګرايۍ د نظريې په مقابل کې ودرېږو ځکه همدا ملي ګرایۍ ده چې نن زما او ستا ورور په فلسطین کې، په سومالیا کې، په چین کې، په یمن کې، په بورما کې او د نړۍ په ګوټ ــ ګوټ کې په شهادت رسیږي اما زه او ته یې مرستې ته نه شو ورتلای او د انګلیس او روس له خوا تشکیل شوو محاطو پولو کې محار یو او د هغه برمایي ورور او خور چې د بودايانو د ظالم لاس تر چتر لاندې د خوارۍ شپې سبا کوي په وجود بل اور نه شو وژلای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button