“زه به به په خپله مشرۍ کې داسې څه ونکړم چې دراتلونکې نسل لپاره پیغـور شي”

دمرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدله ویناڅخه
لیکوال: ابوبلال
مونږله خپله اړخه دمرحوم فخرالامة الاسلام والمجاهدین قائد المسلمین امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله وغفرله الله مړینه دافغانستان د مجاهداوغیورملت او دنړۍ دتمامو مسلمانو قومونو اوملتونوبالخصوص دمجاهدینو لپاره یوه تاریخي اونه جبرانیدونکې ضائعه ګڼو
مونږ دمرحوم کورنۍ ته اودوستانو خپلوانو او تمامواتباعوافرادو اودامارت اسلامي مشرانو اومسؤلنیو په سنګرونوکې غازیانو اودشهیدانو کورنیو اویتیمانوته له خپله اړخه دتسلیت په توګه داڅوکرښې و ړاندې کوو
که څه هم مرحوم داسلامي تاریخ په پاڼو کې یو داسې زرین باب دی چې ترپیړیو به یئ راتلونکې نسلونه اتباع اوپیروي کوي امیرالمؤمنین داسلام په تاریخ کې یوداسې ویاړمن تاریخ ثبت کړو چې دنړۍ هرمسلمان نرښځه لویان اوکوچنیان به پرې ویاړي دمرحوم ومغفورله په اړه که څوکتابونه هـم ولیکل شي کم به وي دهغه روښانه ژوند هراړخ یو درس دی دامت مسلمه لپاره یومنشور او نظام دی دمرحوم په اړه په کلکه اوزغرده ویئلی شو چې ملامحمدعمرمجاهد دانه چې یوانسان وه اوبس بلکې هغه یوه نظریه یو نظام یوتاریخ یو سبق او یو ویاړ وه
دومره باید ووایو چې دامارت مسؤلین افراد اومجاهدینوباید دې ته متوجه اوسي چې زمونږ قربانۍ جهاد سرښندنې اوتمامې هڅې چې پخواه هم دخدای درضا لپاره وې او په راتلونکې کې به هم باید دخدای په نوم اودخدای لپاره وي ملامحمدعمر مجاهد موامیروه دامارت مؤسس وه له پیړیو راهیسې دجهاد مړه مفکوره یې دلوی خدای په فضل دنړۍ پرمخ راژوندۍ کړه جهاد ته یې یو نوی روح اوتقویه ورکړه مونږ باید هماغه لاره خپله کړو او دا ونه ګڼو چې ملامحمدعمرمجاهد وفات شو نو نور به جهاد او دا فریضه پریدو بلکې ترپخواه هم باید یو څه زیات کوښښ او هڅې وکړو چې دغه نظریه اوفکر نورهم دنړۍ پرمخ خور او مسلمان او محکوم ملتونه له بدبختیو او دظالمانو له ستم او ظلم راوژغورو
دامنم چې دامت مسلمه په سر درحمت سوری که څه هم واخیستل شو مګر الله پاک دهیچا محنت اوزیار نه ضائع کوي
هاغه څوک چې امیرالمؤمنین یئ خپله په ژوند تائید کړی او داهل حل والعقد له خواراته راوپیژندل شو مونږیئ دامیرالمؤمنین په څیر اطاعت او تابعداري کوو له دې سره به دامیرامؤمنین روح ته هم تسکین ملاؤ شي اوهم به مو داطاعت اوبیعت هاغه سلسله دپخوا په څیر ژوندۍ پاتې شي
باید یادونه وکړم چې دامیرالمؤمنین مړینه که څه هم ظاهري اوجسماني زمونږ لپاره دفراقت په وجه یوه سخته یو بې مثاله غمیزه ده خو بل پلو ته باید ووایو چې امیرالمؤمنین روحاني ددې مسلمان ملت او مجاهدینو په زړونو کې دی هغه یوه داسې نظریه راژوندۍ کړه چې ترپیړیو به یئ انشاءالله پیروان دخپل مسیر ملګري اوملاتړی وي
یو وار بیا په تمام مسلمان افغان اولسونو اومجاهدینو غږکووم چې ترمنځ داتحاد او ورور ولۍ په ټینګولو سره دکفارو دسیسې اوپلانونه شنډ کړۍ او داهل حل والعقد له خوا دهر امیر اومشراطاعت دخپل بریالیتوب لپاره هدف وګرځوۍ او خپل جهاد او هلې ځلې دملاصیب په مړینه تغیر نه کړۍ ځکه سعی اوجهاد مومخکې هم او اوس هم دخدای درضا او داسلامي نظام دحاکمیت لپاره دي
په آخرکې یو واربیا دامارت اسلامي مشرانو مسؤلینومجاهدینو غازیانواودنړۍ تمام مسلمان ملت اودافغانستان ټولو مجاهدواوغیورو قومونواو اولسونو دشهیدانوکورنیو یتیـمانو بې وزلو مظلومانو په خـاصه توګه دمرحوم امیرامؤمنین پتمنې عزتمنې ویاړمنې جهادي کورنۍ ته له خپله اړخه دغم په دې بې مثاله صحنه کې دتسلیت په توګه خپل پیغام وړاندې کووم او یادونه کووم چې دادیوې کورنۍ یا یو شخص یا حزب او ډلې غم نه دی دنړۍ پرمخ داسلام تر نوم لاندې تمام ملتونه اوقومونه په دې غم کې شریک دي څوک هم دا یواځې شخصي غم نه شي بللی
نیکو موکـړی عجـب کمـال
ګټلی یئ دی چې استقلال