دشيخ الحديث عبدالستار جان جنازه دزرګونو تنو دژړا په بدرګه اداء شوه

Picture1هنګو (عزم: پنجشنبه،۰۸ زمری،۹۴ ل) د هيواد د ستر ديني عالم نوميالي صوفي شيخ القرآن والحديث مولانا عبدالستار جنازه نن مازديګر شپږ بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د هنګو ولسوالۍ په خساري سيمه کې اداء شوه.
د مرحوم د جنازې دمراسمو په ځای کې له ماسپښين راهيسې په زرګونو تنه  عالمان،د ارواښاد شاګردان،دوستان،مينه وال او معتقدين راغونډ وو چې علماء کرامو د ارواښاد د ژوند او علمي خدماتو په اړه ويناوې وکړي او د ارواښاد مرګ يې د مسلمانانو او د حديثو د دورې محصلينو ته ستره ضايعه وبلله.
بالاخره د شيخ صاحب جنازه د مازديګر له لمانځه وروسته شپږ بجې اداء شوه

د ارواښاد شيخ صاحب د وروستي ديدار له پاره منتظمينو تابيا نېولې وه خو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله  منتظمينو ونه توانېدل  چې د شيخ صاحب مينه والو ته  په سمه توګه او کرار د شيخ صاحب  د وروستي ديدار زمينه برابره کړي.
بالاخره يې  مازديګر مهال د ارواښاد جسد دکابل د موسهي ولسوالۍ ته  خپل پلرني ټاټوبي ته د انتقال له پاره روان کړ او هلته به په  خپله پلرنۍ هدېره کې خاورو ته وسپارل شي.
ارواښاد شيخ صاحب د روژې په نهه ويشتمه نېټه د زړه د دورې له امله سخت ناروغ شوی و چې وروسته يې د اختر په دوهمه نېټه د پېښور په رحمان روغتون کې بستر کړ او درې ورځې وړاندې يې د زړه عمليات وکړل خو نن سهار په سيمه ايز وخت نهه نيمې بجې يې د ۷۰  کالونو په عمر  له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په زرګونو،شاګردان،عالمان،دوستان او مينه وال يې يتيمان کړل.

طالبانو د خواشينۍ د يوپيغام په خپرولوسره ويلي چې د شيخ صاحب مړينه يوازې د يوه شخص مړينه نه دی مګر دمرحوم مړينه يې په ديني او علمي چاپیريال کې يوه ستره ضايعه او خلابللې ده.
طالبانو د مرحوم د مړينې په اړه د سختې خواشينۍ څرګندونه کړې او د مرحوم له کورنۍ ‏،دوستانو او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې.
عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!