د زړه نړیواله ورځ/World Heart Day

ژباړه او زیاتونه: خالد روښان
د سپټمبر ۲۹مه، د زړه نړیواله ورځ؛
د سپټمبر ۲۹مه هرکال د زړه د ورځې په مناسبت نمانځل کیږي. د زړه د ناروغیو له کبله هر کال په میلیونونو انسانان مري او خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي.
روغتیاپالان وایي چې د زړه او رگونو ناروغۍ په نړۍ کې د مرگ لوی سبب دی. حتی له جګړو، ساري ناروغیو او ټرافیکي پېښو هم. داسې هم ویل کیږي چې په هره دقیقه کې سلګونه تنه د زړه د درېدو له وجې مري.
هر کال په نړۍ کې له ۱۰-۲۰ میلیونو کسان د زړه د ناروغیو له کبله له منځه ځي چې د مړیني ۱/۴ برخه جوړوي.
موږ دلته څو بنسټیزې لارې چارې درته ښایو چې په مټ یې د زړه له ناروغیو ځانونه او کورنۍ ژغورلی شئ.
۱- د تمباکو/نشه یي توکو کارونه په بشپړه توګه ودروئ.
۲- د الکولي څښاکونو ډډه وکړئ.
۳- زیات تګړښت وکړئ.
۴- په لویه پیمانه سبزي او مېوه وخورئ.
۵- د مالګې له کارونې سره پوره پام وکړئ.
۶- بوره لږه وکاروئ.[یاده کوو چې روغتیاپالان دې درو (بوره، مالګه، وازدې) ته سپین زهر وایي او د زړه د ناروغیو په رامنځته تګ کې یې لومړی فکټور بولي.]
۷-سپینې غوښې/وازدو سره پام وکړئ.
۸- ناصحي خواړه.
۹- لټي او فزیکي نه فعالیت.
۱۰- اندېښنې او بې مورده تشویشونه.
یادښت: مطالب د روغتیا نړیوال سازمان له کورپاڼې ژباړل شوي.