آیا د شرعي حکمونو پلي کول شاتګ دی؟

اسلامي مفکر محمد عماره وايې:
په مجلس کې يو روشنفکر په تمسخر ډول راته وويل:
« ستا له خبرو داسي ښکاري چې شرعي احکام تطبيقول غواړې او غواړې چې موږ بيرته شاته وګرځو!»
ما د پوښتونکي په بڼه ځواب ورکړ:
له شاته تګ نه ستا مطلب 100 کاله مخکي وخت ده؟ کله چې اسلامي سلطنت د ځمکې په نيمه کره 500 کاله حکومت کاوه او هغه وخت چې د اروپا پاچاهان د مسلمان سلطان تر سيوري لاندي اوسيده؟
او که مطلب دي له هغه نه هم شاته تګ دی؟ د مماليکو وخت، هغه مماليک چې نړۍ يې د تتار او مغولو له وحشت نه وژغورله او که له هغوی نه هم شاته، کله چې عباسيانو نيمه کره اداره کوله؟
او که له هغوی نه هم شاته د امويانو دوره, يا له هغوی نه هم شاته د عمر فاروق زمانه دي مطلب ده؟
او که ستا مطلب د هارون رشيد زمانه ده چې د روم واکمن ته يې داسي مکتوب وليږل:
” د امير المومنين هارون رشيد له خوا د روم سپي نقفور ته… “؟!
او که هدف دي د عبد الرحمن الداخل زمانه ده؟ کله چې لښکرو يې په ايټاليا او فرنسا کړۍ تاو کړې وه؟!
دا يې سياسي اړخ…
او که ستا مطلب له شاته تګ نه علمي اړخ دی؛
کله چې مسلمانو علماوو لکه ابن سينا، فارابي، ابن جبير، خوارزمي، ابن رشد، ابن خلدون او… عربي او عجمي نړۍ ته طب، انجنيري، رياضي، شعر او … در ورسول..؟!
يا ستا هدف وقار او عزت دی؛ کله چې يو يهودي د مسلمانې ښځې شړۍ ونيوه او هغې نارې کړلې: « وا معتصمااااه» هغه و چې معتصم خپل لښکر راويست او يهودان يې له ټولې سيمې وشړل… په داسي حال کې چې نن مسلمانې مېرمنې بي عزته کېږي؛ عفت يې ترپښو لاندي کېږي خو واکمنان خوشحال دي لکه هيڅ چې نه وي شوي؟!
او که هدف دي هغه وخت دی، کله چې مسلمانانو په هسپانيه کې اروپا ته په لومړي ځل پوهنتون ورپېژندل؛ له هغه وخته په هرځای کې فارغينو ته عربي لباس(چپنه) ورپه تن کېږي…؟!
او که ستا مطلب له شاته تګ نه هغه دی، کله چې قاهره د ټولې نړۍ په سطحه ښايسته ښار وو؟!
يا هغه چې يو عراقي دينار د 483 ډالرو برابر وو؟!
او که هغه وخت چې له اروپا نه فقير خلک به سکندريې ته په قاچاق راتلل؟!
او که هغه وخت چې کله امريکا له مصر نه د اروپا د لوږې په خاطر مرسته غوښته؟!
ستا د وضاحت په انتظار يم, ترڅو راته روښانه کړې چې مطلب دي څومره شاته تګ دی؟!!
ژباړن: رقيب
د عمر ګل له ادرسه کاپي شو