د ماشومانو په اړه یو څو ټکي

انور

۱. ماشومان مه وهئ، چې ډارن او بې جراته اموخته نه شي.

۲. په نصیحتونو یې ماغزه مه ورخورئ،  لنډه مشوره ورکړئ. [د ماشومانو د روزنې متخصصان وایي چې کوچنیان له خبرو او نصحیتونو څه نه اخلي؛ بلکې دوی له تمثیل ډېر څه زده کوي. یعنې تاسو هغه چارې چې غواړئ ماشومان یې واخلي/ ژوند کې عملي کړي، په عمل کې وښايئ.

۳. دماشوم په ډول خبرې مه ورسره کوئ.

۴. که له اصولو سرغړونه وکړي، دفرصت په وخت کې یې په لنډو الفاظو خو په خوشالۍ سره پوهاوی وکړئ چې دا کار مناسب نه و.

۵. په تفریحي ځایونو کې لوبې وسره وکړئ.

۶. دژوندانه ستونزې ددوی په مخ کې مه بیانوئ.

۷. دچاپیریال ساتنې درس ورکړئ.(دلته هم یوه بله خبره زیاتووو. په نورو هیوادونو کې ماشومانو ته تدریسي کتابونه نه وایي. دوی د ځان، کورنۍ او چاپیریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکوي. مانا د ژوندکولو لارې چارې او اصول ورښیي.)

۸. د ځانباورۍ احساس ورکړئ، چې دی خپله یو اتل دی بل ته باید اړ نه اوسي.

۹. د ناکامېدو په صورت کې نه باید سپک شي.

۱۰. که کوم وخت بری لیک او یا د بریا مډال راوړي، له حده مه خوشالېږئ، ځکه چې بل وخت به مډال نه وي او دی به ځان ګرم محسوسوي.

۱۱. سپک وضیعت مه ورسره کوئ.

۱۲. جبري کارونه مه پرې کوئ.

۱۳. احساسات یې مه ورماتوئ، ورسره خواخوږي وکړئ.

۱۴. نور نومونه مه پرې ږدئ.

۱۵. ټول خواهشونه یې مه ورپوره کوئ، بدیلې لارې ورته پیدا کړئ.

د درواغو وعدې مه ورکوئ.

۱۵.  بېځایه ډارنې کیسې مه ورته کوئ.

۱۶. دومره ماشومان وزېږوئ چې پالنه یې وکولای شئ.

۱۷. ماشومانو ته لارښود واوسئ، نه مورال ځپونکی دیکتاتور.

۱۸. کوم کارونه چې تاسې د وهلو په زور پرې منئ، هغه درسره په خوښۍ ښه منلی شي..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button