مشروعيت او تعامل!

منصور عصمتي

تېره ورځ د کور دننه او بهر د ناستو شاهدان وو، چې يو يې د تاتارستان په مرکز کازان کې ؤ. د روسيې فارمت غوښتنه کې د بهرنيو چارو محترم وزير اميرخان متقي صاحب ګډون درلود او هلته يې وينا وکړه.

د نورو ښو خبرو سربیره يوه مهمه خبره يې دا وه چې هيڅ بهرنۍ نسخه د افغانستان د مشکلاتو حل ندی ثابت شوی.

همدغسې ده، شل کاله اشغالګره نړۍ د افغانستان کوم درد يې دوا کړ او کوم ګاونډ د دايمي ثبات لپاره کار وکر؟! افغانستان د افغانانو دی، يوازي او يوازي د افغانانو په مټ جوړېږي او سيال کېږي. بهرنيان په ځانګړې ډول غربي ټولنه د افغانستان لپاره هيڅ داسې يوه نسخه نلري چې د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي. تل يې اوبه خړې کړې چې پکې ماهيان ونيسې. هر څه د خپل منافعو لپاره کوي.

لله الحمد اوس ددوی هر چل او فريب  خنثیٰ کېږي. د افغانستان حاکم اسلامي حکومت د متقابل احترام او د ډيپلوماسي اړيکو په بنسټ د سيمي او نړۍ سره تعامل کوي. د زور او بنديز اپشنونه ډير وکارول شوه خو ټولو وليده چې نتيجه يې هيڅ وه. د اسلامي امارت سره د تفاهم او خبرو له لاري هره ستونزه حل کېدونکي ده.

دويمه ناسته د کورنيو چارو محترم وزير خليفه صاحب وه، چې پنجشير کې جوړه شوي وه. خليفه صاحب د پنجشير ولس ته د وروڼو خطاب وکړ او دوی يې ميړني ياد کړل. پنجشير رښتيا هم باهمته خلک لري. پنجشير زموږ د هېواد يو ولايت او ددې بدن جزء لاينفک غړی دی. څو لنډغرو چې د پنجشير ولس باندې حاکميت کاوه ددې ميړني خلکو استازي ندي. محترم خليفه صاحب د هېواد څخه بهر هېوادوالو ته هم د راتګ بلنه ورکړه.

په کور دننه او بهر د وزيرانو په سطحه ناستي د داخلي او بهرنۍ مشروعيت ښکارندويي کوي. دا ځل که خدای کول افغانستان د سيمي د ستونزو د هواري په مرکز بدلېږي. افغانستان د خدای په مرسته حتمأ راپورته کېږي. ان‌شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button