د صبر، حوصلې او شفقت سمبول
په بخاري شريف کې د حضرت عايشې رضي الله تعالی عنها نه روایت دی،
کله چې د يهودي لبيد بن عاصم لوڼو په نبي علیه سلام جادو وکړ، اثر يې دا و، چې کار به يې نه و ترسره کړی ده به ويل چې کړی مې دی!
يا به يې يو کار کړی ؤ، فکر به يې کاوه چې نه مې دی کړی!
دا تکلیف يې تر شپږو مياشتو اوږد شو،
يوه ورځ يې وفرمايل:” ماته زما د ناروغۍ شفا الله تعالی په خوب کې وښوده.
هغه داسې چې دوه کسان راغلل يو مې پښو ته ودريد او بل سر ته.
يوه وويل ده ته څه تکليف دی؟ دويم ځواب ورکړ: جادو پرې شوی دی.
بیا يې وويل: چا پرې کړي ده؟
وويل: لبيد بن عاصم!
بیا يې وويل: په څه شي يې جادو کړي دی
وويل: د ګمنزې په غاښونو.
چرته يې ايښي دي؟
د کاجرو په يو غلاف د بير صفوان په کوهي کې د يوې کاڼی لاندې.”
دوی هغه کوهي ته لاړل او کوډي يې را وايستل.
ما ورته وويل : “تا ولې دا اعلان ونکړ، چې جادو راباندې فلاني کړی دی؟ ”
ده )صل الله علیه وسلم( وفرمايل: “ماته خدای شفا راکړه، او زه نه غواړم چې زما په سبب چاته تکليف ورسیږي.”