مارک میلی د امریکا د فوځ لوی درستیز له خپلې دندې استعفا وکړ

عزم: (شنبه، د تلې ۸ مه، ۱۴۰۲):
الجزیرې د یو راپور په ترڅ کې لیکلي چې تېره ورځ (جمعه د تلې ۲۹/ ۱۴۰۲ لمریز) ۶۵ کلن مارک میلي له خپلې دندې استعفا کړې. په هغه مراسمو کې چې جوبایډن او د دفاع وزیر لوید استین هم په پکې حضور درلود، میلي له خپلې دندې د استعفا پر مهال وینا کې ویلي چې د خپل مسولیت په دوران کې یې تر ټولو غټه ناکامې د طالبانو بیا واکمنېدو موضوع ده چې د امریکا لپاره یوه غټه سیاسي او نظامي ماته بلل کیږي. هغه له دونالد ټرامپ څخه سخت انتقاد وکړ او د ټرامپ سره یې خپله ملګرتیا او کار کؤل یوه اشتباه وبلله.
مارک میلي له ۲۰۱۹ اکتوبر میاشت کې د امریکا د فوځ لوی درستیز وټاکل شو، د ده د مسولیت پر وخت امریکا له ډیرې نظامي مسایلو سره لاس او ګریوان شو، لیکن میلي کومه د یادونې وړ لاسته راوړنه یې ترلاسه نکړه. د ده په کارنامو کې تر ټولو غټه ناکامې د افغانستان څخه د امریکایی یرغلګرو ځواکونو تیښته وه، چې په نړیواله سطحه یې امریکا په نظامي او سیاسي ډګر کې ذلیل او رسوا کړ.
د یادونې ده چې ټرامپ څه موده مخکې، د مارک میلی په هکله ویلي و چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو موضوع کې مارک میلي ګرم او د اعدام لایق دی.
د مارک میلي پر ځای به چارلز براون د امریکا د هوایي ځواکونو مخکنی قومندان د فوځ د نوي لوی درستیز په حیث وټاکل شي.