سراج‌الدین حقاني: د پنجشير خلک په هېواد کې زرين تاريخ لري

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲):

افغانستان کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني په لومړي ځل پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۷مه پنجشېر ولایت ته د سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

ښاغلي حقاني یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پنجشير او د دې سيمې خلک په دې هېواد کې زرين تاريخ لري، د دغو خلکو وياړونه د افغانستان ټولو خلکو ته څرګند دي.

حقاني زیاته کړه چې د پنجشېر اوسېدونکي متقیان او زړور خلک دي او د روسانو پر وړاندې د دوی جهاد د افغان ولس په ذهنونو کې ثبت دی.

هغه له افغانستانه بهر مېشتو کسانو ته په خطاب کې وويل، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ عذر او مشروعيت نشته، اشغال ختم شوى او اسلامي نظام رامنځته شوى او د دغه نظام پر وړاندې بهانه کول هېڅ مشروعيت نه لري.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني زیاته کړه: «تاسو د خپلو مشرانو سره ډېره وفاداري وکوله، هغوی مشرانو ته ستاسو په مخ، ستاسو په تضمین ټولې دروازې خلاصې دي. تاسو ته د دوی له امله ستونزې پېښیږي، موږ کوشش کړی چې د پنجشیر ولس نور و نه ځوریږي.»

د دغې غونډې یو شمېر ګډونوال بیا په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د شل کلن حضور پر منفي اغېز وغږېدل او وې‌ویل، اوس د قومونو ترمنځ د پیوستون او یووالي وخت را رسیدلی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال په لومړي ځل پنجشیر ته سفر کوي چې تر دې مخکې یې د هېواد ۲۶ ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button