پوتین ۱۳۰ زره نوي عسکر پوځ کې شاملؤي

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲): د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د یوه مکتوب په امضا سره په پوځ کې د ۱۳۰ زره نوي ولسي خلکو د شاملېدو فرمان، صادر کړ.

د رویترز خبری اژانس د راپور پر بنیاد، تېره ورځ د روسیې دولتي ویب پاڼې دغه سند نشر کړی چې په هغه کې له ټولو ولسي وګړو چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۲۷ کلونو پورې وي، غوښتل شوي چې خپل یو کلن عسکري خدمت دې سرته ورسوي.

د اوکراین د جګړې له اوږدېدو وروسته،  دواړو لورو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. اوکراین له اروپایي هیوادونو او امریکا څخه مالي او نظامي مرستې ترلاسه کوي او ورځ تر بلې دا موضوع پېچلې کیږي. اوس دواړه لورې د اوږدې مودې جګړې لپاره خپل تیاری نیسي او داسې څرک نه لګیږي چې دا جګړه دې ژر ختمه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!