امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د قرغزستان جمهوريت ځانګړي استازي سره وکتل

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲):
د ا. ا. ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د مسکو فارمټ په څنډه کې د قرغزستان جمهوريت ځانګړي استازي طلعت بېګ سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل په اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دواړو لوريو د افغانستان او قرغزستان پر دوه اړخيزو اړيکو او افغانانو سره د قرغزستان پر مرستو خبرې وکړې. ښاغلي تکل وړاندې لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزير د مسکو فارمټ په ګډون په سيمهييزو او نړيوالو ناستو کې د افغانستان په تړاو د قرغزستان له مثبت دريځ څخه ځانګړې مننه وکړه.