د سعودي عربستان پلاوي د مسکو غونډې په څنډه کې له امیرخان متقي سره کتلي

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د مسکو غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان له پلاوي، شهزاده جلوی بن ترکی آل سعود سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې کړې دي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل نن (شنبه د تلې ۸مه) په ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفرونو او بشري مرستو پر زیاتوالي خبرې کړې دي. د مسکو غونډ پرون د فدرالي روسیې په تاتارستان کې پیل شوه. د افغانستان په اړه دا غونډه د هند، قطر، روسیه، کازاخستان او قرقیزستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو په حضور کې پیل شوې ده. په دې غونډه کې د ترکیې او سعودي عربستان استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!