د ا.ا رهبر د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتونه لېدنه وکړه

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲):
د اسلامي امارت رهبر شیخ الحدیث هیبتالله اخوندزاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتونه لېدنه کړې.
ملي دفاع وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت رهبر شیخ الحدیث هیبت الله اخوندزاده او ورسره مل پلاوي د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتونه او د یادې قول اردو له قوماندان او نورو مسوولانو سره کتلي.
وزارت زیاته کړې چې اخوندزاده صاحب په تېر ۲۰ کلن جهاد کې د معلول شویو کسانو پوښتنه وکړه او روغتياپالانو ته يې سپارښتنه وکړه چې په ښه ډول یې خدمت وکړي.
شیخ صاحب سپارښتنه کړې چې د ټولو ناروغانو او ټپیانو په درملنه کې هېڅراز هڅې ونه سپموي.