د تاتارستان ولسمشر د مولوي متقي او مله پلاوي تود هرکلی کړی

عزم(شنبه، د تلې اتمه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د تاتارستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ددې هیواد د ولسمشر روستم مینیخانوف له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي ته تود هرکلی ویل شوی.
یاد وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوي د تاتارستان له ولسمشر سره دوه اړخیزه ناسته کړې ده. وزارت د یادې ناستې په اړه نور څه نه دي ویلي، خو د اقتصاد وزارت مرستیال او د تللي پلاوي غړي عبداللطیف نظري په خپله ایکس پاڼه کې لیکي چې له ولسمشر رستم مینیخانوف سره په لیدنه کې یې د افغانستان-روسیې پر سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او همغږۍ خبرې کړي دي.
مرستیال زیاتوله چې د تاتارستان مسلمانانو له نورې اسلامي نړۍ او افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړې لېوالتیا ښوده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button