ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۰۵ نورې پوستې جوړې شوې

عزم(شنبه، د تلې اتمه، ۱۴۰۲): البدر قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې ۱۰۵ نورې نوې پوستې جوړې کړي دي.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولین وايي، چې د ملي دفاع وزارت په ځانګړې لارښونه یې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ۱۰۵نورې پوستې تاسیس کړي دي.
دوی وایي چې دمګړۍ یې د ۱۰۵ نظامي پوستو کارونه خلاص کړي او ۲۵ نورې تر کار لاندې دي.
د دې قول اردو له قوله چې فرضي کرښې ته څېرمه یې د پوستو د نښلونې په پار د ۶۰۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې هم پيل کړي دي. د دوی له خولې چې له دې سړک څخه یې د ۳۷۰ کیلومتره سړک چارې پای ته رسولي او د پاتې سړک کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.
یاده کوو چې البدر قول اردو دا پوستې په جنوب لویدیځه او په ځانګړي ډول په کندهار ولایت کې رغولي دي. تر دې وړاندې د خالد بن ولید رض قول اردو مسوولانو هم د هیواد په ختیځ کې ډيورنډ کرښې ته نږدې د ۱۰۰ پوستو د جوړولو ویلي وو. دوی منله چې د دې پوستو ترمنځ د اسانۍ لپاره یې سړکونه هم غځولي دي.