ا.ا.ا. د میرویس ظاهر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون په X ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په خپرولو سره د میرویس ظاهر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د زوی شهزاده میرویس جنازه نن شنبه د تلې ۸مه د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
نوموړی پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
ګڼو سیاسي او فرهنګي څېرو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.