د ا.ا پلاوی د «اسلامي یووالي په ۳۷م کنفرانس» کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ

‏ عزم: (شنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۲): ‏په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت څلور کسیز پلاوی د نړۍ د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ګډون او د شیعه او سني مسلمانانو د یووالي په اړه د خبرو لپاره نن (شنبه د تلې په ۸مه) تهران ته ولاړ.
د اسلام د ستر پیغمبر د میلاد په مناسبت د اسلامي یووالي کلنۍ کنفرانس هر کال په تهران کې جوړیږي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه کنفرانس به د یکشنبې په ورځ د تلې په ۹مه د تهران د سرمشریزې په تالار کې ترسره شي.
د اسلامي یووالي ۳۷م کنفرانس په رسمي ویب پاڼه کې راغلي چې د سږني کال کنفرانس موضوع به ګډو ګټو ته د لاسرسي لپاره اسلامي همکاري وي.
دا کنفرانس د لومړي ځل لپاره د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي روح الله خمیني په حکم په ۱۳۶۹ کال کې جوړ شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button