سټنډرډ اداره: له اسلام کلا بندر څخه مو لس زره ټنه ودانیز توکي رد کړي

عزم(شنبه، د تلې اتمه، ۱۴۰۲): د سټډرډ ملي ادارې په یوې خپرپاڼه کې لیکلي چې څه باندې ۱۰ زره ټنه ودانیز وسپنیز توکي یې له اسلام کلا څخه بېرته ایران هیواد ته ورګرځولي دي. د سټنډرډ ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې توکو کې ګاډر، سي چینل، انګلارن او نور رغنیز توکي شامل وو.
د ادارې د بیان له مخې چې ددې توکو د معیاریتوب کچه منفي راوتې وه. دوی وایي چې دا توکي یې له واردولو وړاندې د اسلام کلا په بندر کې چیک کړي، چې په لابراتوار کې یې نتیجه منفي وه.
د سټنډرډ ملي ادارې د همدې خبر په خپراوي سره ویلي چې چا ته اجازه نه ورکوي چې نامعیاري رغنیز توکي هیواد ته وارد کړي.
دې ادارې لا له وړاندې سلګونه ټانکره نامعیاري نفت صادرونکو هیوادونو ته ورستانه کړي وو. سټنډرډ اداره له صادرونکو هیوادونو او افغان سوداګرو په کلکه غوښتي چې هیواد ته دې معیاري خوراکي او ناخوراکي توکي دننه کړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button