مولوي متقي د مسکو فارمټ په ناسته کې د پاکستان او چین له استازو سره کتلي دي

عزم(شنبه، د تلې اتمه، ۱۴۰۲): په یاده ناسته کې د درې واړو هیوادونو استازو پر ګډو ګټو، ګواښونو او د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا مفصلې خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې د مسکو فارمټ د ناستې په ترڅ کې مولوي متقي د قرغزستان هیواد له ځانګړي استازي طلعت بیګ سره کتلي وو. په هغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو خبرې کړې وې.
مرستیال ویاند نن سهار له خپلې رسمي اېکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د تاتارستان هیواد ولسمشر د مولوي متقي او د مله پلاوي تود هرکلی کوي.
مسکو ناستې ته د تللي پلاوي غړي او د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري بیا په خپله ایکس پاڼه کې لیکي چې له ولسمشر رستم مینیخانوف سره په لیدنه کې یې د افغانستان-روسیې پر سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او همغږۍ خبرې کړي دي.