Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

پاکستان ولې همېشه له مېلمنو سره توهین آمیزه چلند کوي؟

امين وردګ

پاکستان ولې همېشه له مېلمنو سره اهانت آمیزه چلند کوي؟ دغه پوښتنه ډېر ځوابونه لري، خو عمده ترین ځواب یې د پاکستان همغه شعار دی چې وايي : (سب سی پهلی پاکستان) یانې تر ((ټولو)) مخکې دوی ته پاکستان مهم دی ! د ټولو په مفهوم خو ان شاءالله ټول پوهېږو !
ګورئ! کله چې د نولسمې زېږديزې پېړۍ په آخرو کلونو کې یرغلګر انګرېزان د پښتنو په سیمو کې د پښتون قوم له لاسه تر پزې راغلل نو په دغې زماني مقطع کې یې پر یوې لاینحله او جنجالي طرحه فکر وکړ،چې د ټول وخت لپاره پښتون قام د ذلت په لومو کې ونښلوي،نو یې د شاتګ اقتدام وکړ، خو داسې چې باید د دغو پښتنو مسلمانانو تر منځ د ابد لپاره د اتحاد څراغ ووژني ځکه يې په ۱۸۹۳ م کال کې د سلو کلونو لپاره د ډیورنډ په نوم ظالمانه کرښه د دغه زمري قوم پر سینه کش کړه چې بیا یې څه باندې پنځه لسیزې وروسته (په ۱۹۴۷ میلادي کال د اګست په ۱۴) برتانوي هند او ورسره جنوب ختیځ افغانستان هم په دوو ټوټو ووېشل چې یوې ته یې هندوستان نوم ورکړ او بلې ته پاکستان او تر منځ یې د کشمیر او ډيورنډ لعنتي کرښې لاینحله پرېښودې ترڅو په یادو سیمو کې مېشت اقوام هېڅکله هم په خپلو کې سره جوړ نه شي،چې بیا د دوی تحمیلي اقتدار تهدید کړي؛ خو دلته یې یو شوم کار بل هم وکړ چې هغه عبارت له قبایلي آزادۍ او موقتي معاهدې څخه ؤ چې مغالطوي طرحه یې جوړه کړه مګر اوس یې هغه آزادي هم له قبایلو اخیستې او د کرښو پر موقتیت خو هسې سترګې پټوي.
بلې! انګرېزان پوهېدل چې پېړۍ وروسته به بیا لر او بر هېڅوک هم سره یو نه شي کړلی ! په هر حال… انګرېزان یقیناً پوه خلک وو! څه ډول یې چې وړاندوینه کړې وه دا دی سل او شل کاله وروسته کټ مټ ریښتیا شوه ځکه خو نن لر پښتانه زیاتره د شرقي پاکستان ډول ته ګډېږي او له خپل اصله بېل شوي،مګر له شرقي پاکستانه کلک اطاعت کوي او د هغوی د خوشاله ساتلو لپاره له خپلو وروڼو سره د پردیو په ډول سلوک کوي لکه نننی موقت وزیر اعلی یې، ګواکي دوی هم سب سی پهلی پاکستان ته له ټولو شیانو مخکې احترام لري، سره له دې چې کله له پنجاب او سند څخه د دوی سیمو ته اموال راځي نو ټکس ترې اخیستل کېږي، عیناً لکه کوم بل هېواد ته چې صادرات کوي، همدا راز په دغو سیمو کې زېربنایي پروژې هم د سیند او پنجاب په تناسب صفر دي؛ ځکه دوی پوهېږي چې نن وي که سبا دغه خاوره به یې له لاسه وځي او خپل صاحب ته به یې حواله کېږي.
خیر… تر دې شیانو به تېر شو را به شو پاکستان ته!
پاکستان ته چې د انګرېزانو له خوا د استقلال په نوم تجویز وړاندې کېدلو نو دا پکې شرط ؤ چې قانون به يې خامخا جمهوري وي خو داسې جمهوري چې د اسلام نوم هم ورسره ذکر شي مګر هو! احکام به یې له اساسي قانون څخه (چې د انګرېزانو ښکاره لاس ؤ پکې) پيروي کوي او هلته به اسلامي قوانین نه مطرح کېږي؛ ګواکي دیني قشر به یې هم په حکومت کې شامل وي خو پر قوانینو د حکومتولۍ به کار نه لري، یانې سیمبولیک اسلام به د حکومت له قوانینو سره یادېږي تر څو عام خلک یې (چې مسلمان ملت دی) لږترلږه پر حاکم قانون بدګمانه نه شي.
دا بحث به هم پرېږدو رابه شو اصلي خبرې ته چې پاکستان ولې تل د مېلمنو سپکاوی کوي ؟
ګورئ ! د پاکستان روح همدغه شعار (سب سی پهلی پاکستان) دی، ځکه چې هېڅ استثنا دلته نشته، بلکې (سب سې پهلې) لفظ په کې راغلی ؛ یانې دوی د پاکستان لپاره له هر څه او هر چا تېر دي.
تاسو وګورئ ! کله چې په افغانستان کې کمونیستي رژيم رامنځته شو،نو د پاکستان لپاره لنګه غوا له غربه راغله خو دغې غوا د شیدو پر ځای دوی ته سره زر او سپین بانکي چکونه ورکول، د افغانستان اشغال ته دوی دومره خوشاله شول چې نوره نه پرې جوړېده ځکه چې دوی ته یو زرین فرصت شو، نه یې وروسته کتل او نه مخته چې څه رقم د افغانانو وینې وزبېښي، غرب تېرباسي او د عربي نړۍ غوا ولوشي، تر څو پاکستان قوي کړي.
افغانانو ته یې په پښتونخوا کې کمپونه جوړ کړل او همدا به یې ورته ویل چې دا ستاسو خپله خاوره ده ! که کورونه پرې جوړوئ ، که باغونه پرې ږدئ؛ دا ستاسو ملکیت دی ، مطلب چې هر څه کوئ درته اجازه ده ! د پښتونخوا مېشتو قامونو ته یې هم دا ذهنیت ورکړ چې افغانان ستاسو وروڼه دي ورسره ودرېږئ.
په هر حال! بې شمېره افغانان یې وروغوښتل تر څو یې د سرۀ ښامار مخې ته ډال کړي او پاکستان پرې وساتي ؛ دا کوم تبلیغ نه دی ! دوی به پر لویو لویو رسمي لوحو جوت لیکلي وو چې (جهاد افغانستان دفاع پاکستان) دوی پوهېدل چې روسانو غوښتل چابهار او ګوادر بندرونه خپل کړي چې یو يې په ایران او بل یې په پاکستان کې موقعیت لري، د هغوی هدف د افغانستان نیول نه بلکې د پاکستان او ایران اشغالول وو ځکه د فارس خلیج او د هند بحر په سواحلو کې یې د ناټو پر وړاندې سنګر نیولو او په دې توګه یې غوښتل د خلیج له هېوادونو سره خپل ترانزیټ له منجمدو بحرونو ګرمو اوبو ته واړوي تر څو د امریکا له استخباراتي نظارته خپل تجارت یومخ محفوظ کړي.
له دې بحثه به هم تېر شو او را به شو د پاکستان ناځوانۍ ته ! فقط دومره به ووایو،چې که افغانان نه وای،نو هغه د مولانا بجلیګهر صاحب خبره نن به د پاکستان په کوڅو کې ډېر سور مخي ماشومان ګرځېدل راګرځېدل خو همدغه افغانان وو چې ځانونه یې سپرکړل مګر ایران او پاکستان یې وساتل، خو دوی دواړو له افغانانو سره داسې سلوک اختیار کړ، چې بشریت به تر قیامته ترې شرمېږي.
تاسو وګورئ ! اسامه ابن لادن دوی له عربو راوغوښت خو چې جیبونه یې ورخالي کړل او تش کالبوت پاتې شو،نو بېرته یې امریکا ته په لاس ورکړ، زموږ ملا صاحب عبدالسلام ضعیف یې سفیر منلی ؤ او د یوۀ رسمي دیپلومات په سترګه یې ورته کتل، خو کله چې د غرب حکم ورته وشو،نو یې لاستړلی هغوی ته حواله کړ، نن سبا چې دوی افغان مهاجرین په کوم ډول له خپل هېواد څخه را شړي ، سړي ته همغه د مشرکینو قریشو عمل له مسلمانانو سره وریاد شي ! د افغانستان دا لوېدلی حالت او په دومره لوړه شمېره د مهاجرینو را شړل هغه هم په داسې وخت کې چې ماشومان له یخه ریږدي خو دوی هېڅ رحم نه پرې کوي، بلکې وهي یې ، بې عزته کوي یې او رنګارنګ تعذیبونه ورکوي چې دا ټول شیان د دوی په بې رحمۍ دال دی.
افغانانو له دوی سره دومره ستر احسانات وکړل چې که دوی تر قیامته بدیل سلوک هم له موږ سره وکړي پوره کولی يې نه شي چې هغه دا دي : ۱- پاکستان د شوروي له اشغاله افغانانو و ژغورلو ۲- د ډوډۍ خوراک دوی ته افغانانو ور وښود ۳- د صنعت او تجارت په برخه کې افغانانو مرسته ورسره وکړه ۴- اتوم افغانانو ورته جوړ کړ ۵- تاریخ یې د افغانانو په نوم یادېږي ۶- د لویو سوداګرو جایدادونه یې اوس هم د افغانانو په نوم ثبت دي ۷- خوشال بابا يې په خپل کتاب کې صریح ویلي چې ((د افغان په ننګ مې وتړله توره – ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم)) ۸- کلي او بازارونه یې افغانانو ورته جوړ کړل ۹- کارخانې، کتابخانې او صنعتي پارکونه افغانانو ورته فعال کړل او داسې نور هم ډېر څه شته،چې د افغانانو په نوم یادېږي مګر یو شی پاتې وو چې هغه آزادي او خپلواکي وه! دا چې افغانانو غوښتل دا شی هم ورته وښيي،نو دوی نکته په نښه کړه او د افغان مهاجرینو په اجباري اخراج یې پیل وکړ.
دوی وډار شول چې که افغانان زموږ ملت ته د آزادۍ چل هم ور وښيي نو موږ تباه کېږو.
ځینې سیاسي شنونکي د دوی دغه عمل له غربي او بین المللي ټولنو څخه د مرستو د ترلاسه کولو له امله ګڼي مګر زه بیا بل څه وایم ؛ زما په نظر دا عمل یې په عکس العمل ځکه نه ارزي،چې دوی تر یوه کُلي تحریم لاندې دي او لاره یې ورکه کړې ځکه خو هر بوټي ته لاس اچوي.
فعلاً پر پاکستان ترحم په کار دی او موږ باید د دې پر ځای چې لفظي ګذارونه پرې وکړو- ښې مشورې ورکړو او د انساني سلوکو او بشري خواخوږیو لارې چارې ور وښيو تر څو مېړانه او مردانګي زده کړي، بلکې مشورې ورکړو چې له دغه ستر او ځپونکي تحریمه څه ډول ځانونه وباسي.
زه بالکل له پاکستانه ګیله نه کوم ځکه چې ویښتابه زعامت نشته په کې او اداره ټوله د پوځ او استخباراتو له خوا مدیریت کېږي، خو داسې څوک هلته سر نشي پورته کولی چې له موږ سره نېک تعامل اختیار کړي.
آخرنی پیغام مې دا دی،چې باید ټول باوجدانه او پر افغانستان ميّن مهاجر په خپله ترې راووزي او د پاکستان پر ځان خپل هېواد ګران افغانستان پر پښو ودروي او آباد یې کړي، والله قسم که خو په پاکستان کې د هېڅ افغان عزت هم خوندي شي.
دوی يوازې زموږ سرمایه دارانو ته نن څه نه وایي خو که هغوی سل کاله وروسته هم مسکینان شول نو همداسې بې څپلکو او بې خولیو به یې راشړي، نو ښه دا ده چې په خپله خوښه همدا نن را روان شي او په خپل هېواد کې د عزت ژوند پیل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button