Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د امريکا – اسرائيلو د امپراتورۍ اصلي هدف!

احمد ولي حقمل

که هر مسلمان دا فکر کوي، چي د امریکا ـ اسرائیلو د امپراتورۍ هدف یوازي د فلسطين له منځه وړل دي؛ نو هغه د فيل په غوږ کي بیده دئ؛ د امريکا- اسرائيلو د امپراتورۍ هدف د ټول اسلامي اُمت له منځه وړل او د مسلمانانو بربادول دي.
د فلسطینیانو له منځه وړل یوازي د دې موخي د تر لاسه کولو پر لور یو ګام دئ.
دا د فلسطينيانو مقاومت دئ، چي د امريکا- اسرائيلو د لوی هدف مخه ئې نیولې ده.
د امریکا ـ اسرائیلو د امپراتورۍ د طرحي دوهم ګام د خليجي هیوادونو تدريجي صهيونيستي استعمار دئ، په داسي طريقې سره، چي د منځني ختيځ واکداران او اشراف د صهیونیت برخه وګرځوي؛
د خلیج سیمي له اسلامیت څخه پاکول د همدې هدف د عملي کېدلو له پاره کېږي.
پلان دا دئ، چي صهیونیت د خلیج د واکمنانو او اشرافو برخه وګرځوي، نو په دې سره به ټول عرب په بنسټيز ډول د اسلامي نړۍ سره په تضاد کي واقع سي او دا امت به نور هم وپاشل سي.
همدا رنګه په دې خبرېدل او پوهېدل هم مهم دي، چي د اسرائیلو نفوس (د زېږون کچه) په خورا چټکۍ سره وده کوي، د نړۍ په پرمختللو هيوادونو کي د اسرائيلو نفوس تر بل هر هيواد په چټکۍ سره مخ پر زياتېدو دئ، اما که ئې تر لاس لاندي اشغال کړې جغرافيه وګورو؛ نو دوی کافي مځکه یا سیمه نه لري، ځکه نو دوی به لومړی د فلسطین ټوله خاوره خپله کړي؛ او تر دې را وروسته به بیا دوی په نړي کي پاشل سوي صهیونیستان په خلیج کي ځای پر ځای کول شروع کړي، ددې واضح دلیل د اسرائيلو د بیرغ دوه شنه خطونه دي، چي مراد ورڅخه د نيل او فرات د رودونو تر منځ ساحه ده، دوی غواړي خپل ستر اسرائيلي دولت دلته جوړ کړي او پر ټوله نړۍ باندي حکومت وکړي.
په نړۍ کي د پاشل سوو صهیونیستي اشرافو ځواک تر مخه لا په امریکا متحده ایالاتو، انګلیستان او فرانسه کي د لیدلو وړ دئ. دا هغه درې هیوادونه دي، چي تګلاري او پالیسۍ ئې په اساسي ډول د صهیونیستي اشرافو له خوا څخه جوړېږي.

نو که موږ او تاسو د مکې، مدينې او د خليج مسلمانانو د راتلونکي په هکله اندېښمن یو؛
که چيري موږ او تاسو د منځني ختيځ او نړۍ د مسلمانانو په فکر کي اوسو؛
نو بیا موږ ټولو ته په کار ده، چي باید د امریکا – اسرائیلو پروژې د پرمختګ مخه و نیسو.
نن فلسطینیان د ټول اسلامي اُمت اتلان دي، د دوی مقاومت د خليج د عربو او د ټولي نړۍ د مسلمانانو د ساتني له پاره دئ.
فلسطینیان نه یوازي د الاقصی د ساتني له پاره جنګ کوي؛ بلکي دوی د کعبې او مسجد نبوي د ساتني له پاره هم جنګېږي.
د فلسطینیانو د مرستي له پاره، چي زموږ او ستاسو هر څه په وسه پوره وي باید تر سره ئې کړو، دوی زموږ اوستاسو دعاوو ته ضرورت لري، په ټولنیزو رسنیو کي زموږ او ستاسو نه ستړي کېدونکي ملاتړ ته اړتیا لري او تر دې اضافه هر څه، چي مو په وسه پوره وي، هغه باید د دوی سره وکړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button