Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

سالنګونه د افغان وجود د ملا مهره… لړۍ/ دویمه برخه

ب: اهمیت او ارزښت
لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او کوم ازاد بحر ته لاره نه لري، مانا چې سوداګریزه راکړه ورکړه یوازې د ځمکې او هوا له لارې لري. دا هم قریب متفق علیه خبره ده چې افغانستان غرنی هیواد دی او د غرونو ګڼو لړیو پکې ځمکنی ټرانزیټ هم خورا له ستونزو سره مخ کړی دی. خوو دا باید هېره نه شي چې الله ج پر موږ د غرونو دا لوړې لړۍ لورولي او جنتي هوا یې راکړې. که خدای مه کړه چې د غرونو دا لړۍ په ځانګړې ډول د هندوکش دا لړۍ نه وای؛ نو افغانستان به په اسیا کې د یوه وچ، سوځنده او د بداقلیم لرونکی هیواد و. بله دا چې د آمو سیند هم د افغانستان په اقلیم کې رول لوبوي او همدغه لوی سیند کابو کول، مو ګڼې دښتې آبي کولی شي او همداشان مو د اقلیم په ښېرازتیا کې پوره رول لوبولی شي، بلکې کرنیز اړخ مو لا پیاوړی کولی شي.
دا چې سمندر ته لار نه لرو، نو له دې لارې مو د اوبو سوداګري ناشوني ده او له بله پلوه هوایي کارګو څو چنده قیمته پرېوځي؛ نو یوازینی لاره ځمکنی ټرانزیټ دی چې په مټ یې له ګاونډيو او نورو هیوادونوو سره پرې د صادارتو او وارداتو چارې سمبالولی شو.
د افغانستان په ټرانزیټ کې د سالنګونو لویه لاره د بیخي ډېر ارزښت وړ ده. دې لارې نه یوازې له سیاسي اړخه د هیواد جنوب او شمال سره غوټه کړي، بلکې له اقتصادي اړخه هم د افغانستان په وجود کې د هغه پاک شیریان حیثیت لري چې وینه تر زړه رسوي او په بندېدو یې د زړه درېدو او د انسان د مړینې سبب ګرځي. دې لارې د افغانستان پلازمېنه کابل او جنوبي ولایتونه د افغانستان د شمال له لسو ډېرو ولایتونو سره نښلوي او بیا همدا ولایتونه د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره ګډه پوله لري. فرضا که زموږ ټوله رکړه ورکړه له منځنۍ اسیا سره شي، نو ددې لاره نشت به د افغانستان جنوبي حوزه کاملا فلج کړي. یعنې که په کلي ډول ووایو، نو ویلی شو چې د منځنۍ اسیا سره مو راکړه وکړه له همدې ایکي یوې لارې ممکنه ده. له بله پلوه دې لارې د افغانستان د دوو خواوو واټن یې څو ساعتونو ته رالنډ کړی.
سالنګونه د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اغېزمن رول لرلی شي، چې په یو ډول د اړتیا وړ توکو او سوداګریزو توکو د بیو د راټیټېدو لامل هم دی. دې لارې سپرلیو د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي او د دې سړک په ساتنه او پالنه کې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابریږي چې د خلکو په ژوند او د سړي سر په زیاتوالي کې اغیزمن رول لوبوي.
زموږ په هیواد کې د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو لپاره د معیاري سړکونو نشتوالی ددې لامل شوی چې زموږ ځمکنۍ سوداګرۍ ټکنی کړي. د امنیت نشتوالی په هېواد کې د ترانسپورت په لاره کې تر ټولو مهمه ننګونه بلل کېده. په لویه لاره کې شکونې، ناامني، پراخ فساد او اختلاس، وسله والې غلاوې او زورواکي د ناامنۍ نور ډولونه وو چې عموما یې د افغانستان سوداګرۍ او له دې لارې تګ راتګ یې ټکنی کړی وو. د اسلامي امارت په راتګ سره په ټولیزه توګه امنیت ښه شوی، کاري فرصتونه ډېر شوي، د کار شرایط ښه شوي، فساد له منځه تللی، د جګړې او زورواکۍ پدیدې ته د پای ټکی کېښودل شوی او د هېواد د بیارغونې او رغونې په برخه کې ژمنې شته چې د دې مهمو مسایلو په رڼا کې به نورې وړې او غټې ستونزې هم حل شي. اوسمهال د سالنګ بیارغونې چارې نږدې سل سلنه بشپړې شوي، چې ددې لارې د بیارغونې په مټ به د افغانستان سوداګري له شمالي ولایتونو او شمالي هیوادونو سره لا زیاته او اغېزمنه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button