Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د وطن د جوړېدو پیاوړې ارادې

خط اول
د آمو د نفتي حوزې د تازه اتو څاګانو له استخراج سره سم، د اسلامي امارت ګڼو مخالفانو او یا که په عمومي ډول ووایو د طالب، ملا، مدرسې او جومات میرڅمنو د اسلامي امارت د مشرانو د وطن د ابادۍ لپاره په ریښتیني مانا مټې رابډ وهلي دي.
د آمو د نفتي حوزو د یادو اتو څاګانو پرانیسته د اسلامي امارت د دوو مشرانو او د افغانستان د اقتصاد معمارانو په مټ وشوه. دا پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د اقتصادي معاونیت مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملکي او نظامي ادارو نورو لوړپوړو مشرانو او مسوولانو رسما پرانیسته.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي چې دې سره په آمو نفتي حوزه کې د فعالو څاګانو شمېر ۱۷ ته ورسېد. د نوموړي په وینا چې په دې ولایت کې د نفتو د استخراج کچه تر اته سوه مترو هم لوړه شوه.
ښاغلی افغان زیاتوي چې نږدې میاشتو کې به لس نورې څاګانې هم فعالې شي، چې د نفتو ایستنه او په هغه ولایت کې به کاري فرصتونه لا زیات کړي. له بله طرفه تر دې دمه ددې څانګو د رسمي پرانیستې سره سم تر ۵۰۰ ډېرو کسانو ته په سیده توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
د هر ولایت څخه د کانونو د استخراج عواید ډېری وخت د هغه ولایت په رغنیزو چارو لګیږي چې دا ځل د دې نفتي څاګانو له استخراج سره سم به په دې ولایت کې د سلطان بند د جوړېدو چارې هم پیل شي.
د ملي پراختیا شرکت د مسوولانو له قوله چې ددې بند د بیارغونې لګښت به د دغه ولایت د قشقري د نفتو له عوایدو څخه ورکړل شي. ورته مهال د سرپل والي وايي، چې د یاد بند په جوړېدو سره به د دغه ولایت د خلکو د برېښنا ستونزه تر یوه بریده حل شي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین ښیي چې د سلطان ابراهیم بند د سروې کار به په راتلونکې یوه میاشت کې د دې ادارې د تخنیکي ټیم له خوا په عملي ډول پیل شي.
د سرپل د نفتي څاګانو د استخراج عواید په داسې حال کې د سلطان بند بر بیارغونه لګیږي چې له دې وړاندې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ددې بند د چارو له نه پیله شکایت کاوه. دوی وایي چې تر دې وړاندې هم څو ځله ددې بند سروې شوې، بودیجه ورته جلا شوې؛ خو د عملي کارونو د پیل څرک یې نه لګیږي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني براد د یادو اتو نفتي څاګانو په پرانیسته کې وویل: د الله تعالی پېرزوینه ده چې پر سرپل او افغانستان یې نفت پیرزو کړي. په هر ولایت کې چې نفت موندل کیږي، نو لومړيتوب دې د همغه ولایت ولس ته ورکړل شي، د هغه ولایت خلک دې وګومارل شي او د اړمنو دې یې لاسنیوي وشي. دا پیسې دې د سرپل ولایت مظلوم ملت ولس چې کوم لومړیتوبونه لري، پر هغو دې ولګول شي او له دوی اضافي شوی عواید دې پر ټولګټو چارو ولګول شي. اسلامي امارت ګڼې نورې پروژې هم پر لاره اچولي او د آمو نفتي حوزو ټول عواید به لس سلنه هم د سرپل پر بیارغونه ونه لګیږي. نه یوازې ددې کانونو په استخراج به ددې ولایت ستونزې حل شي، بلکې له موږ سره به په
په سرپل کې اوسمهال پر د یوه بند کارونه پیل شوی او همداشان یې د سړک چارې هم پیل شوي. دا، دا مانا نه لري چې ګوندې په دې یوه بند کې د بیارغونې چارې پیل شوي، بلکې په هر ولایت کې او د هر ولایت اړتیا ته په کتو به رغنیزې چارې پیلیږی. د ښاغلي برادر په وینا چې د افغانستان په هر ولایت کې به تر لسو لویې پروژې پیل شي.
د اقتصادي چارو شنونکي او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس شفیع اعظم پر خپلې ټویټر پاڼې د تیلو د استخراج د څاه ګانو پرانیستې ته په اشاره لیکلي چې افغانستان رسما د نفت/ګاز تولیدونکو هیوادونو کتار ته راغی.
هغه زیاته کړې چې «همدا اوس هره ورځ ۸ سوه ټنه تېل استخراجېږي. جنوري کې به تولید تر ۱۰۰۰ ټنو لوړ شي.»
شفیع اعظم د معلوماتو له مخې د ۸ څاه ګانو څخه په ابتدا کې په ورځېني ډول ۵ لکه ډالر عواید دولت بودیجې ته ولاړ شي.
هغه لیکلي چې په راتلونکو ۷ میاشتو کې به استخراج کچه د ورځې ۲۰۰۰ ټنو ته لوړه شي چې ورسره به دولت یواځې د نفتو د استخراج له درکه د ورځې ۱ ملیون ډالر عواید ولري.
د ټویټر یوه بل کاروونکي لیکلي: ((چې کله په قشقري کې د نفتو څاګانې، استخراج او انتقال وګورې فکر کوې سعودي/کوېټ دی ، یا اقلا ددې وطن راتلونکی له سعودي او کوېټ څخه غوره دی؛ ځکه هغوی یواځې نفت لري او موږ څه باندې ١٤٠٠ قسمه مختلف منرالونه لرو چې ډېری یې ستراتیجیک او نادره دي کوم چې نوره نړۍ کې ډېر کم یا بالکل نشته))
د تېر جمهوریت د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري:
((له زړه او ایمانه یې وایم، چې د پخواني حکومت په پرتله له اوسني حکومت ډېر خوښ یم.
نوموړی زیاتوي؛ په پخواني حکومت کې یې د لوړ موقف تر څنګ بیا هم ډېر تنګ ژوند درلود، خو اوس له پوره ازادۍ او ډېر درناوي سره مخ دی.))

د اشغالګرو له ټغر ټولېدو سره د هیواد اصیلو زامنو د واک واګې په لاس واخیستې. دوی د نظام هراړخیزې اصلاح او جوړونې ته مټې راونغښتې. د قوشتیپې کانال د سیمې څه چې د نړۍ په کچه یو لوی کانال دی.
هو، همدغه د ګډو وډو ږیرووالا ددې وطن وارثین، معماران او د مور وطن د بیارغونې پولادیني ارادې لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button