د هلمند په سنګین کې ۲۶ عسکر طالبانوته تسلیم شوي

عزم :چهارشنبه 9 جدی 1394 ) د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي ، ۲۶ تنه عسکر او پولیس وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي .
یاد عسکر په روانه یوه میاشت کې له دندو لاس په سر او له طالبانو سره یوځای شوي
وسله والو طالبانو په خپل ویب پاڼه د ورته تسلیم شویو عسکرو نومونه په لاندې ډول ور کړي دي .
عبدالباقي ولد بسم الله دڅاروان قلعه د باینزو سیمي اوسیدونکی ، عمرګل ولد مرادخان دڅاروان قلعه دتوغي سیمي اوسیدونکی ، تازه ګل ولد میرات خان دڅاروان قلعه د پوزې اوسیدونکی ، نیک محمد ولد عبدالباري دڅاروان قلعه دتوغي اوسیدونکی ، جان محمد ولد عبدالستار دتوغي اوسیدونکی ، عبدالباقي ولد امان الله دچوغک لوړي اوسیدونکی ، سردارمحمد ولد عبدالسلام دهراتیانو دسیمي اوسیدونکی ، سیدرحمن ولد فیض الله دهراتیانو دسیمي اوسیدونکی ، عبیدالله ولد عبدالخالق د سرو اوسیدونکی ، دوست محمد ولد نسیم اکا د پوزې اوسیدونکی ، محمد ولد حیات الله پړيشا اوسیدونکی ، ولي محمد ولد سیداکا د ګرماؤ اوسیدونکی ، محمدنبي ولد جانان دمالمند اوسیدونکی ، خیرمحمد ولد عبدالرؤف دتوغي اوسیدونکی ، عبیدالرحمن ولد موسی جان له یوه راکټ ، یوخفیف سره دباینزو اوسیدونکی ، عزت الله ولد نصرالله دګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف اویوخفیف سره ، غلام رسول ولد جیلاني له یوه امریکایي ثقیل سره ، سدوخان ولد میراجان له یوه امریکایي ثقیل سره ، نظرمحمد ولد عبدالرشید دکلاوالو اوسیدونکي ، ګل اغا ولد هاشم اکا دغاړګۍ اوسیدونکی ، غلام رسول ولد تورجان له یوه کلاشنکوف اوچانټې سره ، عبدالباقي ولد بسم الله له یوه امریکايي ټوپک سره ، بسم الله ولد جانان له یوه امریکایي ټوپک سره ،عبدالسلام ولد ګیلاني له یوه امریکایي ټوپک سره ، عبدالخالق ولد تورجان له یوه امریکایي ټوپک سره ، دالله ولد عبدالمحمد دپوزي اوسیدونکی
د یادونې وړ ده چې د هلمندولایت په شمول نورو ګڼو ولایتونو نه د عسکرو د تسلیمي خبرونه ور کول کیږي ، خو حکومتي چارواکې دا خبره نه مني او ډېر کم وخت یې تاییدوي .

اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button