Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

حیرتان بندر په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

عزم: (شنبه، د مرغومې ۹ مه)؛ بلخ کې د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې په ورځني ډول، د لس زره ټنو توکو انتقالات کېږي.

د یاد بندر د اوسپنې پټلۍ مسوولان وایي، د پخوا په پرتله سږکال د حیرتان سوداګریز بندر په عوایدو کې نږدې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تېر ته په کتو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د انتقالاتو کچه هم څو برابره لوړه شوې ده.

په بلخ کې د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس محمد شفیق محمود وایي، هره ورځ له منځنۍ اسیا څخه د حیرتان بندر له لارې بلخ ته تر ۱۶۰ واګونونو پورې بېلابېل ډوله توکي راځي او زیاتوي چې د راکړې ورکړې په برخه کې دامهال هېڅ ډول خنډ نشته. ورته مهال یو شمېر سوداګر وایي، د اوسپنې پټلۍ لارې د توکو د انتقال لپاره ترټولو اسانه او کمه بیه تمامېږي.

دوی زیاتوي تر پخوا یې له دې لارې د توکو د لېږد په برخه کې څه ناڅه ستونزې هوارې شوي؛ خو په هغه کچه تر اوسه نه دي حل شوي، چې دوی ترې تمه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button