Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

قزاقستان؛ امارت مو له بندلېسته ایستلی ـ اذربایجان: راتلونکی کال کابل کې سفارت پرانیزو

عزم(شنبه، د مرغومي نهمه، ۱۴۰۲ ل.ل.): د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هیواد یې پرېکړه کړې چې د اسلامي امارت نوم له هغه نوملړه پاک کړي چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دي.
له بله پلوه د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې تمه ده باکو په راتلونکي ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې کابل کې خپل سفارت پرانیزي. اسلامي امارت د آستانې له دې کړنې مننه کړې او ویلي یي دي چې ټول هغه خنډونه به له منځه وړي چې د آستانې او کابل تر منځ ځنډ رامنځته کوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبک سمادیاروف د (کازینفورم) په نامه یوه خبري آژانس ته ویلي چې هیواد یې د هغه ډلو څار کوي چې لا هم بندیزونه پرې شته. ایبک وایي چې له غور وروسته یې پرېکړه کړې چې اسلامي امارت له دغه نوملړ حذف کړي.
نوموړی وايي دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو له هغه دریځ سره هم اړخ لګوي چې امارت يې د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې نه دي راوستي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې لا هم د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا او د ملګروملتونو د عمومي غونډې پرېکړو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار کابل کې د قزاقستان سفیر یاد خبر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازو ته واوره.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر خپل اېکس پاڼې لیکلي چې د قزاقستان سفیر علي خان یسین ګیلدایف د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ويلي، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما له هغه نوملړه ایستی چې د نړیوالو له لوري پرې بندیزونه لګېدلي.
د بهرنيو چي کارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي متقي د قزاقستان له حکومته مننه کړې چې د دواړه هېوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي ګامونه اوچت کړي.
آن د ۲۰۲۳ کال په پیل کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی به په استانه کې د سرپرست حکومت نویو ډیپلوماټانو ته ځای ورکړي.
که څه هم قزاقستان له افغانستان سره کومه ګډه پوله نه لري، خو د اسلامي امارت په هلو ځلو د دواړو هیوادونو سوداګریزې، سیاسي او اقتصادي اړیکې خورا پراخه او پیاوړې شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button