Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

کابل کې د منطقوي ناستې لاسته راوړنې او اهمیت

ګلاب الدین خپلواک

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د یوي مهمې سیمه ایزې ناستې کور به وو، چي په یاده ناسته کي د ګاونډیو هیوادونو سربیره د سیمې مهمو هیوادو لکه چین، هند او روسی سفیرانو او خاصو استازو هم ګډون کړی وو.
یاده ناسته د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د هغه بریالیو پالیسیو ثمره وه چي د ا.ا د بیاراتګ وروسته یې د ګاونډیو، سیمې او د نړی هیوادو سره پر مخ وړله، ننی ناسته د بهرنیو چارو وزارت د ښه موثر او پر وقت هڅو نتیجه بلل کیږي، بهرنیو چارو وزارت د یادي ناستې په جوړولو سره نړی او افغانانو ته دا ثابته کړه چي د ا.ا.ا رهبری چي کوم مسولین و هر وزارت ته ټاکلي هغه یې د یو تجربې، ځانګړتیا او د یو حکمت پر اساس ټاکلي چي نن یې د یادې غونډې په کوربتوب سره دا داعیه ثابته کړل چي د ا.ا.ا هر وزارت مسولین د خپل لایحې مطابق ځانګړي وړتیا وي لري او د افغانستان د خلګو په ښه توګه استازولي کولای سي، د کابل سیمه ایزې ناستې جوړول په داسي حالاتو کي چي د ګاونډیو او سیمې هیوادو ترمنځ نانداري او تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ پر ډیري دو دی یو مهم او پرځای اقدام دی، ا.ا.ا کولای سي د یادو حالاتو څخه په استفادې سره افغانستان د سیمې په یو محوري، اقتصادي او سیاسي هیواد بدل کړي چي د ګاونډیو او سیمې هیوادوته د مشترک المنافعو بستر وګرځي د کابل غونډه د پورتنیو مسایلو د اړین والي تر څنګ یولړ اهداف او ګټې تعقیبوي.
لومړی: د ا.ا.ا سره د ګاونډیو او سیمې هیوادو د مثبت تعامل نوی فصل را منځته کوي، د سیمې هیوادونه اوس پر دي معترف دي چي ا.ا.ا په واقعي ډول د افغانانو استازیتوب کوي او د افغانستان امنیت د ټوله سیمې په ګټه او د سیمې او ګاونډیو هیوادو سره د متوازن بي طرفه او اقتصاد محوره اړیکو ساتلو لیواله دی او داسي غوڼدې به نور هم د سیمې هیوادونه د ا.ا سره د تعامل چوکاټ ته را نژدي کړي.
دویم: د کابل غونډه د سیمه ایزو اقتصادي او سیاسي همکاریو د همغږی په اړه د نوي باب پرانیستلو حیثیت لري، د یادو غونډو په جوړولو سره به کابل د سیمې او ګاونډیو هیوادو د یو مشترکې نقطې په حیث وکارول سي او دا به د سیمه ایزي اقتصادي او سیاسي همکاریو د اتصال نقطه وګرځي.
دریم: د کابل سیمه ایزه غونډه داسي مهال ترسره سوه چي شاوخوا دري اونی وروسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشری د افغانستان په اړه په دوحه کي ناسته تر سره سي، یاده غونډه کي به د افغانستان د مختلفو مسایلو په اړه بحث وشي چي د کابل غونډه به د سیمې او ګاونډیو هیوادو پام دي ته را واړه وي چی د افغانستان د خلکو د امنیت، اقتصادي پرمختیا، زیربنایې پروژو او په عموم کي د افغانستان څخه د سیمې د یو مشترک المنافع هیواد په توګه او د ا.ا.ا څخه د افغانانو د واقعي استازي او د یو مستقل حکومت په حیث په یو غږ ملاتړ وکړي.
څلورم: د سیمې په سطح یو ګډ محوریت را منځ ته کول ا.ا.ا د یادې غونډې په جوړولو سره د سمې او ګاونډیو هیوادوته دا پیغام ور کړ چي افغانستان کي دا ظرفیت موجود دی چي د یو بي طرفه مقتدر او آزاد حکومت په حیث وکولای سي د سیمې د مختلفو سیاسي، اقتصادي او نظامي نانداریو او تاوتریخوال د حل په پار یو ګډ محوریت وګرځي.
پنځم : د کابل غونډې جوړلو سره ا.ا.ا د نړی او سیمې هیوادوته دا پیغام ورساوه چي ا.ا ته دي د یوډلې په سترګه نه بلکي د یو واقعي مستقل او مرکزي نظام په سترګه وګوري چي د بین المللي او سیمه ایزو غونډو جوړل د یو ډلې تر توان وتلي خبره ده او دا د یو مرکزي او مقتدر آزاد نظام ښکارندوینه کوي.
شپږم: د کابل غونډه په داسي حساس وقت کي جوړه سوه چي د نړی ډیرو غټو او سترو کمپنیو د افغانستان پر معادنو وار دمخه پانګه ونه کړي او د افغانستان د ا.ا.ا سره یې د مختلفو کانونو د استخراج قرار دادونه کړي، یاد شرکتونه به د داسي غونډو په جوړیدا سره نور هم د افغانستان پر اوضاع مطمئن او د نورو پانګونو لپاره به وهڅول سي.
د ا.ا.ا له بیا واکمنیدو وروسته کوښښ کړی چې د خپل اقتصاد محوره او متوازن سیاست پر مټ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نږدې اړیکې جوړې او د شته فرصتونو څخه په ښه طریقه ګټه پورته کړي.
د ا.ا.ا په غونډه کې شریکو هیوادونو ته د دې ډاډ ورکړ چې له سیمې سره مثبتې اړیکې د افغانستان حکومت لپاره لومړیتوب لري او  ا.ا  وغوښتل چې د سیمې هیوادونو ته دا پیغام هم ورسوي چې افغانستان د سیمه ایز اتصال په اقتصادي پروژو، سیاسي محورونو او منطقوي ابتکاراتو کې د فعالې ونډې لرلو ته چمتو والی لري.

کابل افغانستان
10 دلو 1402

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button