Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار غونډه څومره مؤثره وه؟

عمران مهاجر

وړمه ورځ (دوشنبه) د سلواغې په نهمه؛ په کابل کې (د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار) تر عنوان لاندې يوه مهمه غونډه پيل شوه. ياده غونډه چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له خوا رابلل شوې وه، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سفيرانو او استازو پکې ګډون درلود او د سيمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د مثبت تعامل، د سيمه ييزو همکاريو په هکله د همغږي او له اقتصادي فرصتونو څخه په شريکه د ښې استفادې په اړه پکې ګټور بحثونه وشول.

دا چې د نړۍ اکثره مخکښ قدرتونه دتېرې شل کلنې جګړې پر مهال پر افغانستان باندې په يرغل کې ښکېل وو او ټول دلته له شرموونکې ماتې سره مخ شول، نو د هغوی د فشار له امله تر اوسه هيڅ هېواد اسلامي امارت په رسميت نه دی پيژندلی، خو بيا هم اسلامي امارت لسګونو هېوادونو سره د ښو اړيکو او تعامل تر حده رسېدلی.

د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار غونډه؛ رښتيا هم ډېر لوی ابتکار او يو غوره پرمختګ دی، د دغه شان غونډو له لارې اسلامي امارت او سيمه ييز هېوادونه لا زيات سره نږدې کېدای شي او ټولې هغه تربګنۍ او مشکلات له منځه ځي، چې اشغالګرو یې تخم کرلی ؤ.

په تېره شل کلنه دوره کې يرغلګرو د خپلو لاسپوڅو پر مټ افغانستان له خپلو ټولو ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره د دښمنۍ تر کچې رسولی ؤ. تېر رژيم د خپل بادار په امر داسې بهرني پاليسي غوره کړې وه، چې له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو سره يې اړيکې خرابې وې او ټوله تکيه یې پر اروپا او امريکا وه، هغه چې هيڅ سرحد یې ورسره نه درلود. نو ايا دا پاليسي معقوله ده، چې له خپلو نژدې او دايمي ګاونډيو هېوادونو سره دښمني کوه او د نړۍ په بل سر کې له يو څو هېوادونو سره دوستي؟

اوس چې افغانستان بيرته استقلال تر لاسه کړ، نو بهرنۍ پاليسي يې هم له سره تنظيم او اصلاح شوه، اوس اسلامي امارت هڅه کوي چې د ګاونډ او سيمې له ټولو هېوادونو سره د مشترکو ګټو پر اساس ښې قوي اړيکې ولري او ټولې پخوانۍ ستونزې د خبرو اترو او ډپلوماسي له لارې حل او فصل کړي.

د اسلامي امارت موجوده اقتصاد محوره پاليسي ځکه کاميابه ده، چې د افغانستان او نورو هېوادونو متقابلې اړيکې پکې خوندي دي، افغانستان هيچا ته خطر نه دی، پر هيچا تکيه نه لري، د بل چا لپاره له هيچا سره دښمني نه پالي، د لويو قدرتونو په خپل منځي منازعاتو کې برخه نه اخلي او کاملاً يو خپلواک، بې طرفه او مستقل سياست کاروي.

د سياسي چارو کارپوه ښاغلی عبدالحی قانت ليکي: تېرې څو لسيزې د بهرنيو اشغالونو له امله افغانستان له خپلو ګاونډيو او نږدې سيمې بېګانه شوی ؤ. نن چې افغانستان د نورو هېوادونو له فرمايشاتو ازاد بهرنی سياست تجربه کوي، په طبيعي ډول بيرته د خپلې سيمې برخه ګرځي. په کابل کې د افغانستان د سيمه ييز ابتکار غونډه د دې بدلون عملي اعلان دی.

نو د دغه شان غونډو جوړول له يوې خوا په سياسي برخه کې نژديکت، تعامل او بالآخره رسميت پېژندنې ته زمينه برابروي او له بلې خوا د تجارت، ترانزيټ، بهرنۍ پانګونې را جلولو او د لويو بنيادي اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې هم د همکاري، قناعت او پرمختګ لامل ګرځي.

د سيمې په کچه د لويو اقتصادي پروژو د پلي کېدو او د ترانزيټي لارو جوړولو يوه بله لويه او مهمه فايده زموږ لپاره دا ده، چې د دغه شان لويو پروژو او اقتصادي مشترکاتو رامنځته کول، د ګاونډ او سيمې هېوادونو زموږ په امنيت کې دخيلوي، بيا به هغوی د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر زموږ په هېواد کې د امنيت او ثبات ملاتړ کوي او چا ته به دتخريب او سازش اجازه نه ورکوي.

دغه راز؛ ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ته هم يو خپلواک او باثباته افغانستان په ګټه دی، ځکه چې که افغانستان خپلواک او با ثباته وو، نو هم به یې دوی له شره خوندي وي او هم به له افغانستان سره مشترکې اقتصادي ګټې تر لاسه کړي، خو که افغانستان بيا نا امنه، کمزوری او يا د يو بل استعمارګر لاس ته ولوېد، نو ټولو ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ته به خطر وي. ځکه خو لازمه ده چې يو له بل سره ښې اړيکې ولرو، يو د بل همکار واوسو، د سيمې امنيت ته توجه وکړو، د دښمنانو دسيسې خنثا کړو، اقتصادي مشترکات رامنځ ته کړو او له موجوده فرصتونو څخه سالمه استفاده وکړو.
نو دغه شان غونډې دې لا زیاتې شي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button