Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

که پاکستاني چارواکي واقعاً خپلواک او خپلو ملي ګټو ته ژمن وي…!!

سعید غلجی
د بې ځایه تورونو، تهمتونو او سپکو، سپورو په دوام؛ وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په اسلام اباد کې د زده کوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې د یوۀ پاکستاني وګړي ژوند له ټول افغانستان څخه غوره وګاڼه!
د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکس پریس ټریبون په وینا؛ “نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې ویلي، چې پاکستان ته دې په بده سترګه نه ګوري، موږ هر وخت هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، کله چې د یو پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کیږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدلی او ملامت کېدلی شي”.
پاکستان همېشه پر افغانستان باندې د بد ګاونډیتوب تورونه پورې کوي، خو په دې اړه هیڅ اسناد او دلایل نه لري.
مګر که عملي ډګر ته وګورو، نو خبره برعکس ده، پاکستان همېشه د افغانستان پر وړاندې مخالف دریځ نیسي او په هره برخه کې افغانستان ته ستونزې جوړوي.
په فرضي کرښه باندې د تګ راتګ لارې بندوي، د پاسپورټونو او ویزو مشکلات ایجادوي، بیا افغانانو ته ویزې هم نه ورکوي، نوي سلنه یې ردوي او لس سلنه ته یې له دوه میاشتې انتظار وروسته درې میاشتنۍ ویزې ورکوي، د ترانسپورت په برخه کې مشکلات جوړ کړي او بیا یې په اونیو، اونیو لارې تړلې وي، هلته مېشت افغان مهاجر ځوروي، پیسې ترې لوټي او بې عزته کوي یې، چې پر دې یې هم زړۀ یخ نه شي، نو په سوړ ژمي کې یې د جبري ایستلو لړۍ پیل کړي.
دا خو یې ورځنی معمول دی او هغه لوی غدر او خیانت خو یې هیڅکله د هېرولو وړ نه دی، چې د افغانستان خلاف یې له صلیبي اشغالګرو سره لاس یو کړ، لاره یې ورکړه، اډې یې ورکړې، استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل او په اسلام اباد کې زموږ سفیر او نور په سلګونو افغانان یې لاس تړلي صلیبیانو ته وسپارل.
خیر؛ هغه هر څه تاریخ ځان سره ساتلي او فیصله به راتلونکې زمانې ته پرېږدو. مګر په موجوده حالاتو کې د پاکستان له خوا د دغه ډول سپکو خبرو او سپکو کارونو دوام، تر موږ زیات خپله د دوی پر نقصان دی، ځکه اوس حالاتو تغیر کړی، افغانستان خپلواکي اخیستې، اصلي څښتن یې موندلی او ورځ تر بلې د پرمختګ په لور ګامونه اخلي، نو له دغه شان خپلواک او راپورته کېدونکي هېواد سره دښمني کول یوازې خپل سر له کاڼي سره وهل دي او بس.
د جنرال منیر خبرو کې دغه حماقت له ورایه ښکاري، نوموړي ته که پاکستانی ولس رښتیا اهمیت لري، نو په عمل کې دې ثابته کړي، دې ته نو څه حاجت چې دی د یوۀ پاکستاني وګړي خوندیتوب له ټول افغانستان سره پرتله کوي؟ خو خبره دا ده، چې نوموړي غوښتل په دې خبرې سره دا څرګنده کړي، چې په پاکستان کې د نا امني او ګډوډي تر شا د افغانستان لاس دی. سره له دې چې اسلامي امارت په تکرار سره ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد استعمال کړي او دا یې هم ویلي، چې پاکستان دې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي او خپل امنیت ته دې په خپله متوجه شي، ځکه اسلامي امارت د دوی په هیواد کې دننه د امنیت مسؤل نه دی. بل خوا پاکستان د خپلې دعوې لپاره هیڅ اسناد او دلایل نه لري، که څه ثبوت یې درلودی، خو مستقیماً دې اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي، یا دې په عامه توګه خلکو ته خپل شواهد وړاندې کړي، کنه دا نو څه معنی چې د رسنیو له لارې بې ثبوته ادعاوې کوي یا سپکې سپورې وایي.
متل دی چې سپک خلک سپکې خبرې کوي، نو د عاصم منیر خبرې هم دومره سپکې وې، چې حتی اسلامي امارت یو ادنی غبرګون هم پرې ونه ښود.
د عاصم منیر خبرو ته په اسلام اباد کې د افغان سفیر محترم ملا عبدالسلام ضعیف ځواب کافي دی، هغه چې له صلیبي یرغل سره سم، پاکستاني حکومت ونیوۀ او له ډېر سپک چلند وروسته یې لاس تړلی امریکایي اشغالګرو ته وسپارۀ. ښاغلی ضعیف صاحب لیکي: “عاصم او د افغانانو ګستاخانه توهین! موږ سره په ګوانتانامو کې په سوونو پاکستاني وګړي بندیان وو، چې د نورو مسلمانانو تر څنګ یې ډیری زما په شمول پاکستاني پوځي استخباراتو پر امریکا پلورلي وو، دوی د خپل اهمیت او بې اهمیتۍ خبره په خپله ثابته کړې ده، چې دوی دین وطن او خلکو ته څومره وفادار دي.
مظلومه ‎عافیه صدیقي د دوی ناموس دی، کوم چې دغو جنرالانو پر کفارو وپلورله، چې تر اوسه هم له امریکایانو سره بندي ده، دوی که شرم لرلای د افغانانو د توهین پر ځای به یې خپل اهمیت، د خپل ناموس په ساتلو کې ښودلای وای”.
نو د عاصم منیر د وروستیو سپکو، سپورو په هکله هیڅ بحث نه دی پکار، ځکه کومه نوې خبره نه ده، دا یو تسلسل او له اوږد مهال راهیسې د دوی پالیسي ده.
خو دغه پالیسي کې پخوا هم دوی چندان ګټه نه ده کړې او اوس خو به دغه پالیسي دوی ته بیخي زیات تاوان وکړي. ځکه د ګاونډیتوب اړیکه یوه نه ختمېدونکې اړیکه ده، ښه او بد ټول تاریخ ته پاتې کیږي او هېوادونه بیا په مناسب وخت کې له یو بل سره د ذرې، ذرې حساب کوي.
که پاکستاني چارواکو سره رښتیا د خپل هېواد د راتلونکې څه درد او فکر وي، باید له افغانستان سره پر خپله موجوده پالیسي له سره غور وکړي، د پردیو هېوادونو د فرمایشاتو پر ځای دې د خپلواکي او عزت لاره غوره کړي او خپل استقلال دې په عمل کې ثابت کړي، د شکست خوړلیو صلیبیانو لپاره دې له افغانستان سره نیابتي جګړې نه کوي، نه دې پر یو او بل نوم ستونزې او لانجې جوړوي او نه دې سپکې سپورې وایي.
بلکې د پاکستان ګټه په دې کې ده، چې له افغانستان سره ښه روابط وساتي، د دښمني پر ځای د رښتینې دوستي باب پرانیزي او د مشترکو اقتصادي ګټو پر اساس دې نوې پالیسي غوره کړي. نو په دې توګه به هم د یو رښتیني او اسلامي ګاونډيتوب حق اداء کړي، هم به یې د تجارت او ترانزیټ له لارې اقتصاد ښه شي او هم به د افغانستان له خوا په امن وي.
نو خلاصه دا چې که پاکستاني چارواکي واقعاً د شخصي ګټو پر ځای د پاکستان ملي ګټو ته ژمن وي، نو باید د نیابتي جګړو له پروژو لاس واخلي او خپلو ملي ګټو او د ولس له غوښتنو سره سم دې نوې او مفیده پالیسي انتخاب کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button