Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د افغانستان ـ قزاقستان د سوداګریزو اړېکو پراختیا او ګټې یې!

ثناء الله عمران
اوسنی د بدلون په حال کې بین المللي نظم ـ د یو قطب محورۍ څخه د څوقطب محورۍ په لورـ او په هغه کې روان کړکېچ یو شمېر لوبغاړو ته ښه فرصتونه په لاس ورکړي او ځيني نور د ننګونو سره مخ کړي. داسي انګېرل کېږي چې په راتلوونکي بین المللي نظم کې به د اسيا رول غوښن وي، نو له همدې امله په سيمه کې مطرحه لوی هیوادونه هڅه کوي د امریکا په مشرۍ د ډله‌يیز غرب د نفوذ کچه خپلې د نفوذ ساحه کې را ټېټه او بلاخره صفر ته تقرب ورکړي.
په خورا تنګو او پېچلو شرایطو کې افغانانانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غرب د اشغال ټغر ور ټول کړ، او کومه اندېښنه چې په سیمه کې د امریکا د مضر حضور او ستراتېژیو په اړه د روسيې او چین سره موجوده وه، تر ډېره ختمه شوې ده. اوس نو په سیمه کې دواړو مطرح نظامي او اقتصادي قدرتونوو ته په کار ده د ا.ا.ا. سره په منطقه کې رامنځته شوی تازه ثبات لا مستحکم او پوخ کړي.د روسيې او چین په شمول د سیمي اکثریت هیوادونه د ا.ا.ا. سره ښه اړېکې لري.
له ۲۰۲۱ ز کال څخه را په دېخوا په افغانستان کې د ا.ا.ا. له لوري شل کلن اشغال ته د پای ټکي ایښودلو سره وروسته له ډېره وخته په ټول هیواد کې ټکاو رامنځته شوی. د غرب د خبري امپرياليزم منفي تبليغاتو او د امریکا په مشرۍ د ډله‌ييز غرب د ستونزو جوړولو سره سره، په خورا لنډ وخت کې افغان حکومت له موجوده امکاناتو څخه په ګټنه یو شمېر لوی او واړه حياتي مسائل په ښه توګه مدیریت کولو سره د ولس او نړۍ سره د افغانستان په اړه هیلې را ټوکولي.
نو له همدې امله ګڼ شمېر هېوادونه د ا.ا.ا. سره د څو اړخيزو اړېکو ټینګولو ته را وړاندې شوي دي، د هغو له جملې څخه د منځنۍ اسيا هیوادونه په ځانګړي ډول د قزاقستان یادونه کولی شو. یاد هیواد له افغانستان سره د سوداګريزو اړېکو د پراختیا سره سره تر دې کچې وړاندې ولاړ چې د ا.ا.ا. يې رسما د هغه تحریم شوو ګروپونو له لېسته ویست چې دوی پرې په‌خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی او په دې ډول کړنې سره د هیوادونو د ليست په سر کې راغی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت تر اعلان وروسته د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر بنسټ يې د ا.ا.ا. د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه حذف کړ. د مسکو په باور دا پرېکړه به له انزوا څخه د افغانستان ایستلو او په سیمه کې د ثبات ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.
قزاقستان په منځنۍ آسيا کې لوی هیواد دی، که څه هم له افغانستان سره ګډه پوله نه‌لري خو ډېر ليري هم نه‌دی.په دغه هیواد کې د ممنوعه ليست څخه د ا.ا.ا. حذفونه په ۲۰۲۴ ز کال کې د بهرني سياست په برخه کې د افغانستان له‌پاره ښه خبر وو. د یاد اقدام په اړه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایبک سمادیاروف ويلي چې دا چاره د ملګرو ملتونو له نورمونو سره سمه تر سره شوې ده. د هغه په خبره امنیت شورا د ا.ا.ا. د یوې تروريستي ډلي په توګه په رسميت نه پېژني نو ځکه ئې دا اقدام کړی دی.
په حقيقت کې د آستانې دا پرېکړه په ۲۰۲۱ ز کال کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف څرګندونو ته ور ګرځي، نوموړي هغه مهال استدلال کړی وو چې افغانستان به نور هم باثباته؛ خپلواکه او له سیاسي پلوه یو موټی شي او د ګاونډیو هیوادونو سره به ځان نېږدې کړي.
د آستانې دا پرېکړه د واقعیتونو او د هغه هیواد د ملي ګټو او ملي امنیت پر بنسټ شوی ده.
د قزاقستان دا تصميم ممکن په دې معنی وي چې د افغانستان په سیمه ييزه وده یعنې د زیربناوو د پراختیا، د ترانسپورت، اکمالاتو، انرژۍ په ډګرونو کې په فعاله توګه ښکېله اوسې او باالاخره د منځنۍ آسیا اقتصادونو سره د افغانستان مل کول او د کابل له‌پاره د نړیوالې سوداګرۍ د دروازو پرانيستنه.
له افغانستان سره د ودې په حالت کې د قزاقستان سوداګرۍ ته په کتو سره د توکایف د ۲۰۲۱ ز کال څرګندوني داسي تفسير کېږي چې ګواکي آستانه غواړي کابل د سوداګريز خنډ په عوض په يوه پل بدل شي.
په اوسني پیچلي جیوپولیټیک حالت کې د خوړو خوندیتوب خورا مهم دی. افغانستان د شاوخوا څلويښت میلیونه نفوس په لرلو سره د قزاقستان او اسیایي ګاونډیو هېوادونو له پاره یو لوی او هیله من مارکيت ګڼل کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۲ ز کال کې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، چې دا کچه د ۲۰۲۱ ز کال په پرتله دوه برابره ده، چې په دې کې له نیمایي څخه زیات د اوړو صادرات وه. په ۲۰۲۲ ز کال کې ياد هیواد ته د افغانستان صادرات له ۹ میلیونو ډالرو څخه زیات نه وو، چې زیاتره یې څښاک، وچه میوه، سبزیجات او کاغذ وو. په دې ډول سره آستانه په پام کې لري چې په ۲۰۲۴-۲۰۵ ز کلنو کې تجارت لږترلږه څلور ملیارد ډالرو ته لوړ کړي.
د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اړېکو لا پياوړي کولو په موخه د ۲۰۲۳ ز کال په اګسټ کې آستانه د قزاقستان – افغانستان سوداګريز نندارتون کوربه وه. په یاد نندارتون کې د دواړو لوریو څه باندې ۳۰۰ حکومتي مسؤلینو تر څنګ تر ۵۰۰ زیاتو د خصوصي شرکتونو استازو هم ګډون درلود، چې په پایله کې د ۲۰۰ میلونه ډالرو په شاوخوا کې د قزاقي سوداګرو سره د غلې او اوړو معامله وشوه. دا ډول سوداګریز نندارتونونه د دې لامل کېږي چې د دواړو هیوادونو د خصوصي شرکتونو او سوداګرو ترمنځ اړېکې اسانه او د نورو توکو تجارت ته زمینه برابره کړي.
په ۲۰۲۳ ز کال کې په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزي او اقتصادي اړیکي پیاوړي کړي.
داسي انګېرل کېږي چې ۲۰۲۴ ز کال به د قزاقستان له‌پاره یو هيله بښونکی کال وي. نوموړی هیواد تمه لري چې نه یوازې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ډېر کړي، بلکي د تاجکستان په ختیځه پوله کې د غلو دانو د ترمینل د جوړولو چارې هم بشپړې کړي.د ۲۰۲۳ ز کال نندارتون پايلو ته په کتو سره، آستانه ممکن په ۲۰۲۴ زکال کې د بېلابېلو فورمونو په کوربه‌توب سره نور هم سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.
د دوه اړخیزو اړېکو په چوکاټ کې دا تمه شته چې د آستانې او کابل تر منځ به په راتلونکو څو میاشتو کې خپلمنځي اړېکې لا پراخې شي او دا ډول همکاري به د داړو هیوادونو او سيمي پر امنیت او اقتصاد غوره اغېزې وشيندي.
د افغانستان او له دې لارې د سويلي اسيا سره د قزاقستان د سوداګريزو اړېکو پراختیا پر ياد هیواد هغه اقتصادي فشار راکمېدی شي چې د هغه د لوی اقتصادي او سوداګريز ملګري روسيې باندې د غرب د بنديزونو له امله ارامنځته شوی دی.
له افغانستان سره د سوداګریز مشارکت په پراخولو سره، آستانه نه یوازې د زیاتو اقتصادي لاسته راوړنو په لټه کې ده؛ بلکې د ترانسپورتي دهلیزونو (لکه د ټرانس-کاسپین بین المللي ټرانسپورټ لار) په برخه کې د پانګونې فرصتونو متنوع کولو په هڅه کې هم ده چې د کلنو راهیسي ورباندي کار کوي. په دې توګه د ا.ا.ا. په همکارۍ سره غواړي په سيمه کې سوداګرۍ ته اسانتیا رامنځته او د اسیا او اروپا تر منځ د توکو لېږد رالېږد بهير کنترول کړي.
دا چې د منځنۍ او سويلي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ لارې له افغانستان څخه تيریږي نو په افغانستان کې راغلي امن نه يوازي قزاقستان بلکي د سيمي اکثریت هیوادونه دې ته لیواله کړي څو د دغه هېواد ترانزیتي موقعیت ته چې د جنوبي اسیا له ګڼ مېشتو هېوادونو سره د تګ راتګ لاره پرانیزي، لاس‌رسی ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button