Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د سلطان نور الدین زنګي رحمه الله له سیرت څخه درې درسونه

حسان مجاهد

سلطان نور الدین زنګي رح د خپل عادت سره سم یوه ورځ نبوي احاديثو ته غوږ ده چې دغه حديث يې واوريده” رسولﷺ به توره شاته اچوله”نو په حيرانتيا سره يې وويل: رسولﷺ خو توره شاته اچوله او زموږ فوځیان خو يې مخې طرف ته اچوي! په سبا خپله نور الدین زنګي او نورو ټولو فوځيانو تورې شاته اچولې دي؛ ترڅو د رسولﷺ په سنت عمل وشي.
له شهادت سره يې زياته مينه درلوده؛ یو ملګري ترې يوه ورځ په دعا کې دغه الفاظ واوريده” ای الله! ما په محشر کې د څارويو له ګیډو او د مرغانو له سینو څخه را وپاڅوه” يوه ورځ قطب الدین نيسابوري رح ورته وويل: زموږ سلطانه! که ته شهید شوې؛ ستا ټول ملګري به ووژل شي، ښارونه به اشغال شي او په مسلمانانو کې به فساد رامنځته شي! نور الدین زنګي رح ور غبرګه کړه: چپ شه قطب الدینه! ستا خبره له الله تعالی سره بې ادبي ده، تر ما وړاندي دین او ښارونه چا ساتل؟! په دې خبره سره ناستو ټولو کسانو وژړل.

مېرمنې یې ورته يوه ورځ استازی وليږل او په مالي مصرف کې د څه زيادت غوښتنه يې ترې وکړه؛ سلطان چې د ميرمنې پيغام واوريده؛ رنګ يې بدل شو او ويې ويل: زه يې ورته له کومه پيدا کړم، آيا په خپل مال بسنه نه شي کولای؟! والله! زه خو دهغې د غوښتنې له امله ځان جهنم ته نه شم غورځولای، که هغه دا ګمان لري چې زما په لاس کې مالونه زما شخصي ملکيت دی؛ نو دا په دې ګمان کې ډیره خطا ده، دا مالونه خو د مسلمانانو دي، زه يې صرف خزانه دار یم، ددوی د ګټو لپاره مقرر دي، زه خو د هغوی په مالونو کې خیانت نه شم کولای. په حمص ښار کې زما درې شخصي دکانونه دي، هغه مي هغې ته هبه کړي دي.
نورالدین زنګي رح په داسي حال کې چې د وخت سلطان و، خو په بيت المال کې د ډېر احتياط له امله
د شام له بې وزلو کسانو څخه شميرل کيده.
د سلطان نور الدین زنګي رح له سيرت څخه موږ ته درې درسونه په لاس راغله: لومړی د اسلامي شريعت کامله پابندي او په سنتو عمل، دوهم د شهادت آرزو او له دنیوي خواهشاتو کرکه او دريم له بيت المال سره احتیاط. په دې هیله چې موجوده اسلامي حکومتونه د پخوانیو اسلامي حکومتونو پر پله روان شي؛ تر څو پر مټ یې اسلام سر لوړی شي او د مسلمانانو مړې هیلې را ژوندۍ شي.
سرچینه:[البداية والنهاية]

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button