Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د قاضي شريح رحمه الله د عدل کیسه

قاضي شریح رحمه الله د علي بن ابي طالب رضي الله عنه د خـ.ـلافتـ زمانه کې قاضي و، یوه ورځ د علي رضي الله عنه له اوښ نه د ده زغره ولویدله، نو یوه یهـ.ـودي ورواخیستله او دعوه یې وکړه چې دا زما ده! د علي او یهودي سره دعوه شوه او دواړه قاضي شریح ته ورغلل، شریح له علي رضي الله عنه نه شاهدان وغوښتل، هغه نور شاهدان نه لرل، یوازې زوی یې حسین او یو غلام یې شاهدان وو.

حسین رضي الله عنه سره له دومره لوړ شان او منزلته او بله دا چې رسول الله د جنت شاهدي هم ورته ویلې وه! خو بیا هم شریح د هغه شاهدي ونه منله، ځکه هغه د علي زوی و! نو فیصله یې د یهـ.ـودي په حق کې وکړه!!

یهـ.ـودي چې د قاضي شریح رحمه الله عدل او امانتداري ولیدله هک حیران پاتې شو! پر خپله ګناه یې اعتراف وکړ او او اسلام یې هم اعلان کړ!! او زغره یې خپل څښتن علي رضي الله عنه ته ورکړه! خو علي وانخیستله، بېرته یې یهـ.ـودي ته ډالۍ کړه او 200 درهم یې نور هم ورکړل. كتاب مجلة الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة. 419

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button