په لومړي ځل افغانې ښځینه پولیسې له هیواده بهر مسلکي زده کړې کوي

یوسلو نوي افغانې پیغلې چې د څلورو میاشتو مسلکي روزنې په موخه ترکیې ته لېږل شوې، له روزنې وروسته هېواد ته راستنې شوې.

د دغو روزل شو پیغلو له ډلې یوسلو دولس يې په پلازمینې کابل او پاتې نورې به په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو وګومارلې شي.

ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۱۴ زیږدیز کال تر پایه، د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسېږي، خو اوسمهال یې شمېر یوازې دوه زره شپږ سوه کسانو ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ښځو د برخې مشره حکمت شاهي وایې د ښځینه  پولیسو د جذب لپاره یې ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

 نوموړې په بهر کې د ښځینه پولیسو زده کړې لویه لاسته  راوړنه بولي. اغلې حکمت شاهي وایي د روان لمریز کال په غویي میاشت کې به بیا هم د شپږ میاشتو روزنې لپاره له درې سوه ډېرې ښځینه پولیسې د روزنې په موخه ترکیې ته ولېږي.

په ټوله کې د افغان پولیسو شمیر له ۱۵۷ زرو کسانو ډیر دی چې څه کم دوه سلنه یې ښځینه پولیس جوړوي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځې د پولیسو له لیکو سره یوځای کېدو ته چندانې زړه نه ښه کوي او ځیني رپوټونه یې لامل د ښځینه پولیسو جنسي ځورونه بولي چې دغه کړنه هم ډېر ځله د لوړپوړو افسرانو له خوا ترسره کېږي.

محمدطاهر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button