د افغانستان د فوټبال له ملې لوبډلې نه ۷ تنه تکړه لوبغاړي ووتل

عزم ۱۳۹۴ وری ۱۰ /  د افغانستان ملي لوبډلې ۷ تنه تکړه لوبغاړي د اعتراض په ډول له ټیم نه مخه ښه وکړه  او اعلان يي وکړ چې بیا به د  افغانستان لپاره په  ټيم کې نه لوبیږي .
اسلام‌الدین امیری، بلال آرزو، مجتبا فیض، رفیع بارکزی، امرالدین شریفی، فرزاد عطایی او حشمت‌الله بارکزی چې د فوټبال د ټيم  وتلي لوبغاړي بلل کیږي ويلي دي نور دوي له ټيم نه وتلي او بیا به نه لوبیږي .
محمد یوسف کارګر د افغان فوټبال د لوبډلې کوچ رسنيو ته ويلي، چې د دوي د استعفا اصلي لامل نه ده معلوم خو په ټیم کې یولړ اختلافت لیدل کیده، یو شمیر لوبغاړو د بهرني  (کوچ) روزونکي اطاعت نه کاوه.
 د افغانستان د ملي لوبډلې دغو ۷ لوبغاړو دا پرېکړه له قرغیزستان سره له مسابقې وروسته وکړه.
محمد یوسف کارګر دا هم وویل چې د ۲۰۱۶ د نړیوال جام د مقدماتي مسابقو د انتخاب لپاره  د ملي ټیم په ترتیب او اداره کې کمزورتیاوې موجودوې او کېدای شی همدا مسئله د ۷ تکړه لوبغاړو د استعفي لامل  شوی وي .
 کارګر وايي دا اووه تنه د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړي دي، له ټیم نه  د هغوی وتل به ډېره منفي اغېزه ولري .
د ۲۰۱۶ کال مقدماتي سیالیو کې افغانستان یواځې نيپال ته ماتې ورکړې او د سعودي سره مساوي او ایران او فلسطین ته يي وبایللې .
د افغان ملي لوبډله ځوانه ډله ده، ایله یوه لسیزه کیږي چې د جنوبي اسیا په شمول ډیرې اتلولي يي د افغانستان په نوم کړي دي .
سميع شینواری
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button