دخوست دوالي په ضد لاریون ادامه لري

په خوست کي سلګونه لاریون کونکي ددې ولایت دوالی عبدالجبار نعیمي دلري کولو او محاکمه کولو غوښتنه کوي.

تیره ورځ ګڼ شمېرخوستوالو دخوست په ملي سټيډیم کي له دندي څخه دعبدالجبار نعیمي او نورو چارواکو دلري کولو او دهغوی دمحاکمه کولو غوښتنه کوله.

دخوست دچارواکو په ضد له تیرو درې ورځو راهیسي مظاهرې ادامه لري، مظاهره کونکو دولایت په مقام او دوالي دکور شاوخوا داعتراض په ډول خېمې درولي دي.

خوستوال دکابل له ګډ حکومت څخه غوښتنه کوي، چي والي عبدالجبار نعیمي او نور چارواکي دي له دندي لري او محاکمه کړي.

دخوست اوسیدونکي وايي، چي والي او دخوست نور چارواکي دځمکو په غصب، فساد، دخلکو په ځورنه او قومي شخړو کي لاس لري.

ویل شوي، چي نعيمي په خوست کي سلګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

دخوست ولایت مقام ددغو مظاهرو په اړه ویلي، چي دا لاریون سیاسي موخي لري، ویل شوي، چي په د غه مظاهره کي دولایتي شورا او پارلمان وکيلان او دسیاسي ګوندونو استازي برخه لري.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button