غزني کې دماین چاودنې د ۲ ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژلي
تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د علیزو په سیمه کې په یوه میني موټر دماین چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي.
خبر زیاتوي وژل شوي کسان دوه ماشومان درې ښځې او یو نارینه دي او ټول دیوې کورنۍ غړي بلل شوي دي.
د غزني چارواکو دپيښې پړه په طالبانو اچولې، د والی ویاند ننګ ساپي رسنیو ته ویلي، ماین د طالبانو له لوري ایښودل شوي وو، چې له امله یې ښځي او ماشومان ووژل شول.
طالبانو پېښه تاید کړې،وایي په کومه ځای کې چې د ماین چاودنه شوې د ا سیمه دجنګ منطقه ده ، موټر چلونکی د جګړې له ویرې د ماینونو په لار ورغلی،طالبان وایي په پيښه کې پنځه تنه وژل شوي دی.
یوه اونۍ وړاندې هم د غزني مرکز ته نژدې په قلعه قاضي سیمه کې د پولیسو له لوري د هوان په برید کې ۶ ماشومان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
احمد بشار