سوریه، په ادلب کي درژیم بمباري ۵۵ کسان وژلي
دبشارالاسد درژیم جنګي الوتکو په ادلب سخته بمباري کړې ده، چي په ترڅ کي یې ۵۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
سوري فعالانو خبر ورکړی، چي دتیري شپې په بمباري ۵۵ تنه ووژل شول، چي ديوې کورنۍ ۳۲ تنه پکي شامل دي.
دسوري انقلاب دهماهنګۍ اتحاد ویلي، چي درژيم په بمباري کي بشپړ کورونه له منځه تللي دي او درژیم دبمباري له امله له ادلب څخه دخلکو وتل ادامه لري.
راپورونه وايي، چي اوس مهال هم دادلب په ښار او اړوندو سیمو درژيم الوتکي ګرځي او بمباري کوي.
څو ورځي وړاندي درژیم مخالفینو دادلب ښار ونیو او له هغه راهیسي رژيم په ادلب ښار سخته بمباري پيل کړې ده، درژیم مخالفو وسله والو ویلي، چي رژیم په ادلب ښار کلورین غاز هم کارولي دي، چي دلسګونو کسانو ساوي يې بندي کړي دي.
ویل شوي، چي دادلب اوسیدونکي سخت په ویره کي دي اودوی ویريږي، چي دوی به هم دنورو هغو سیمو داوسيدونکو په څېر چي درژیم له واک څخه وتلې درژیم له سختو بمباريو او ظلمونوسره مخ کیږي.
دسوريې انقلابیانو ویلي، چي دوی به خپل مرکزونه له ښار څخه وباسي، ترڅو دښار خلک درژیم له هوايي بریدونو څخه وژغورل شي.
له بله پلوه نن دسوريې انقلابیانو دسوريې پلازمینه دمشق ويشتلې ده، درژیم اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چي دوه توغندي ددمشق په منځ کي لګېدلي دي، چي یو تن پکي وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي، چي ددمشق په زبداني او جوبر سیمو کي دانقلابیانو او درژیم دپوځیانو ترمنځ سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي يې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي له رژیم سره دسوريې په درعا، دیرالزور، دمشق، حمص، حما او نورو ولایتونو او سیمو کي جګړې رواني دي.
عادل خپلواک