د افغانستان اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله شکریه بارګزي رد کړه

څو ورځې وړاندې شکریه بارګزي د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون  ته د مشرې په توګه وګمارل  شوه او په کار یې پیل وکړ. دنوموړي له ټاکنې یوازي څو په شمار ورځې تیریږي چې نن د ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا ردشوه.

د افغانستان د اجرایوي ریاست چارواکې وایي د انتخاباتو د سمون کمیسیون ته د مشرې په ټاکل کیدو کې له دوي سره مشوره نه ده شوې،اجرائیه ریاست ته دا ټاکنه منظوره نده .

د ډاکتر عبدالله اجرائیه ریاست وايي،د ټاکنو دسمون کمیسیون ته د مشرې ټاکل له هغه پریکړه لیک نه سرغړاوی دی چې د اولسمشر غنی او ډاکټر عبدالله ترمنځ پرې موافقه شوې وه.

د اجرائیه ریاست مسولین وایی په دې ټاکنه دي له سره غور وشي

د ډاکتر عبدالله له دفتر نه دا څرګندونې په داسي مهال  کې شوې چې درې ورځې وړاندې رسنیو ته یو لیک رسیدلی چې دیوه فرمان لمخې ټول صلاحیتونه ولسمشر ته ځانګړي شوي ،ولسمشر ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې ټول فرمانونه او حکمونه د چارو ادارې او ولسمشرۍ له لخوا پلي کیږي،د ولسمشر او مرستیالانو پرته یې نور هیڅ څوک صلاحیت نلري.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button