د کندهار له اوسني ګروګینه د جنایاتو پوښتنه ولي نه کیږي؟

د کندهار د اوسني ګورګین عبدالرازق جنایات اوج ته رسيدلي او له یوه ډول لوی او کوچني جنایات څخه مخ نه ګرځوي، بې شمېره کسان یې په رنجرو پسې کش او په شهادت ورسول، په ژونديې ډیرو کسانو ته اور ور واچاوو، په خپل شخصي زندانونو کي یې سلګونه کسان ساتلي او ډیری یې په وهلو – وهلو او تر شکنجو لاندې په شهادت رسولي دي، ژوندي څه، بلکه آن د مړو جسدونه یې توهین کړي، د شهیدانو جسدونو ته یې اورونه وراچولي، تيزاب يې پرې شيندلي او په ورځو ورځو يې لمر ته اچولي او کورنیو ته یې د انتقال اجازه نه ده ورکړې، لنډه دا، چي جنایات يې داسي حد ته رسيدلي، چي که اوس بالفرض ګورګین راژوندی شي نو ددغو جنایاتو په لیدلو سره به په عبدالرازق لعنت ووايي او د هغه سره د عبدالرازق په نسبت به وشرمیږي.

دوهم ګورګین د خپلو جنایاتو په لړ کي ځوان لیکوال، ژورنالیست او د کندهار پوهنتون د دری ادبیاتو د وروستي کال محصل بشیراحمد ریان پنځه ورځې وړاندې د جرم له ثبوت او محاکمې پرته په شهادت ورساو، بشیراحمد ریان د قلم د ډګر یو نوميالی سپور و، چي په خپل شاوخوا ۲۲ کلن عمر کي يې تر ۲۰ پوري اثار ليکلي او ژباړلي وو او په ځینو سايټونو او مجلو کي یې لسګونه مقالې نشر شوې وې، د «افغاني پاچاهانو لنډ ژوند لیک» د شهید بشیر احمد هغه کتاب دی، چي په ډیر کم وخت کي زرګونه ټوکه چاپ او خپور شو، غوره شوي نبوي حدیثونه، زرينې کرښې، په اروپا کي اسلامي فتوحات، د نړۍ د هیوادونو لنډه پېژندنه، غازي احمدشاه بابا، د تاریخ له څپرکو څخه اړین معلومات، فتوح الغیب، سیرة النعمان، د ميرمنو فقهي مسائل، دنړۍ حیرانونکې پيښي او معلومات، د جغرافيې له نړۍ څخه معلومات، د مستندو دعاګانو ټولګه، خلیفه هارون الرشيد او داسي نور د شهید ریان هغه اثار وو، چي زرګونو مسلمانانو ترې ګټه اخیستې ده.

مظلوم شهید بشیراحمد ریان شاوخوا دوه نیمي میاشتې وړاندې د ازمویني تر ورکولو وروسته له پوهنتون څخه ووت، چي په لاره کي د ملي امنیت وسله والو ونیو او قومندانۍ ته له رسولو سره سم يې د عبدالرازق ملېشو ته وسپارو، هغوی بشیراحمدریان په سپين بولدک کي د دوهم ګورګېن پټ زندان ته وليږداو، هلته، چي څومره شکنجې ورکړل شوي، په هغو یو الله تعالی خبر دی، خو تر شهادت وروسته يې په بدن کي د شکنجو اثار ښکارېدل، د امریکا چمچه مارو ملېشو دغه ځوان لیکوال تر شهادت وروسته درې ورځې ساتلی او وروسته يې د بولدک د ډبرو په غره کي د هغه جسد وغورځاو، هغه ځای، چي د اجرتي قاتلانو له لوري پکي د شهیدانو جسدونه غورځول کیږي.

د بشیراحمد ریان شهادت د ولس سخت احساسات را وپارول، په ټولنيزو رسنیو کي د هغه شهادت یو طوفان را ولاړ کړ او کارونکو يې د قاتلینو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه، ازادو او په دین او وطن مینو لیکوالانو لسګونه مقالې پرې وليکلې، ځیني وړې ټولني يې په ننګه راولاړلې شوې، خو له بده مرغه د رسنیو د ملاتړ ټولني (نی)، د خبریالانوټولني، د بشر د حقونو سازمان، د کابل مدني فعالانو او یوناما خپل مسوولیت ته شا او د ریان د شهادت په اړه يې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود، د دغو بنسټونو او ادارو له لوري د اجرتي قاتلانو په دغه جنایت چوپ پاته کېدلود هغوی دوه مخي ثابته او دا یې ولس ته وښودله، چي دغه ادارې د افغانانو د حقونو د خوندي کولو لپاره نه، بلکه د استعماري موخو لپاره کار کوي.

خو دا یوازي بشیراحمد ریان نه دی، چي بې له محاکمې او جرمه د دوهم ګورګین په حکم په شهادت رسول کیږي، بلکه په زرګونو هیوادوال مو د خونکار عبدالرازق په مخفي زندانونو کي تر ډول ډول ظلمونو لاندې په شهادت رسېدلي، یوازي په تیرو دوو میاشتو کي تر ۵۰ زیات کسان د نوموړي د وحشي بانډ له لوري په زندانونو کي شهیدان شوي او کورنیو یې د خپلو شهیدانو جسدونه د وحشي ملېشو په مشهورو قتل ځایونو د بولدک د ډبرو له غره، میان کوه، د رېګ او دامان له دښتو او داسي نورو سیمو څخه ترلاسه کړي دي.

اوس پوښتنه داده، چي د عبدالرازق د جنایاتو مخه ولي نه نيول کیږي، ولي د دې جنایاتو پوښتنه نه ورڅخه کیږي، ولي یې په وړاندې اقدام نه ترسره کیږي، د بشري حقونوسازمان ولي غلی دی، رسنۍ يې د جنایاتو راپورونه ولي نه ورکوي، د جنایاتو نړیواله محکمه يې په جنګي جرمونو ولي نه تورنوي او ولې يې په وړاندې اقدام نه ترسره کوي او که د ډيموکراسۍ تر چترلاندې د هغه جنایاتو ته د ډيموکراسۍ مدعیانو اجازه ورکړې ده؟

ولس په دې پوهیږي، چي د بشري حقونو درواغجن مدعیان(امریکا او غرب) ددې جنایاتو اصلي عاملین دي او غواړي، چي ددې لاسپوڅو په مټ افغان ولس وځپي، تحقير يې کړي او په وژني سره یې د ازادۍ روحیه ورڅخه واخلي، همدا غرب دی، چي د خونکار لغړي د جنایاتو په ضد د اړوندو ادارو د اقداماتو مخه نیسي او د افغانانو په وژنه مکافات ورکوي.

دا چي د غرب د چمچه مارو د جنایاتو مخه یوازي او یوازي طالبان نیولی شي او همدا طالبان دي، چي دغه جنایتکاران په خپله جزا رسولی شي، نوځکه باید ددغو شهیدانو د انتقام لپاره له طالبانو سره همکاري زیاته شي، چي تر څو مو ولس او هیواد د غرب له بې رحمه لاسپوڅو څخه خلاص او د ځورېدلو کورنیو زړونه ددغو خونکارو په وژنه یخ کړای شي.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button