افغانستان په ۲۵ هغو هېوادونو کې شامل شوی چې تېل پکې ارزانه دي

عزم (جمعه،۱۱/۱/۱۴۰۲): افغانستان په ۲۵ هغو هېوادونو کې شمارل شوی چې تېل پکې د نورې نړۍ په نسبت ارزانه دي.
د رایل رینکینګ په نوم ویبپاڼې یوه تازه سرویې خپره کړې چې له مخې یې ویل کیږي: په نړۍ کې د هر لیتر تېلو بیه پّ اوسط توګه ۱.۳۱ ډالر ده.
ویبپاڼې لیکلي: په ګڼو غریبو هېوادونو کې چې پطرول، ډيزل او د تېلو نور ډولونه پکې نه پیدا کیږي، د تېلو بیه اوچته ده؛ خو ځینې هغه هېوادونه چې د تېلو پراخې زیرمې لري، دغه بېه پکې بیخي کمه ده.
د رایل رینکینګ د سرویې له مخې: اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو ارزانه تېل په وینزویلا کې دي. هلته خلک کولی شي په ۰.۰۱۶ امریکايي ډالر باندې یو لېتر تېل واخلي.
لیبیا هغه دوهم هېواد دی چې د تېلو بیه پکې ښه ده؛ خو لیبیايي وګړي باید د هر لېتر تېلو لپاره د وینزویلا په نسبت دوه چنده پيسې ورکړي.
ایران چې خپله د تېلو ډيرې زخیرې لري او په سیمه کې ګاونډیو هېوادونو ته پراخ صادرات کوي؛ د یو لیتر تېلو بیه پکې نیم ډالر ده.
انګولا، الجیریا، کویټ، مصر، ترکمنستان، مالیزیا او قزاقستان هغه نور ۷ هېوادونه دي، چې د تېلو بیې پکې ښکته دي.
په سرویې کې ۳۶ داسې هېوادونه یاد شوي، چې د تېلو قیمت پکې في لېتر له یو ډالر نه کم دی.
افغانستان له ایران او ترکمنستان وروسته په سیمه کې هغه هېواد دی چې د خپلو ګاونډيانو په نسبت پکې تېل ارزانه دي.
افغانستان کې د یو لېتر تېلو بیه ۰.۸۵ ډالر ښودل شوې؛ خو پاکستان کې بیا دغه بیه ۰.۹۴ ته لوړه شوې.
هېره دې نه وي چې د رایل رینکینګ په درجه بندۍ کې تر ډیره عربو هېوادونو کې د تېلو بیې ټيټې ښودل شوې.