د کابل د دوو امنيتي حوزو مشران د يوې نجلۍ پر سر ښکر په ښکر شوي دي

د کابل د دوو امنيتي حوزو مشرانو د يوې نجلۍ د ملګرتیا پر سر شخړه کړې ده يک تلويزون په خپل راپور کې وايي، چې:

« د درېيمې امنيتي حوزې آمر حسين نصرت خبر شو، چې ملګرې نجلۍ يې د ديارلسمې حوزې د پوليسو مشر سيد ظاهر هاشمي سره د کابل يو هوټل ته تللې ده.

د يک تلويزون له قوله دې کار د حسين نصرت غبرګون را وپاراوه  او له خپلو ساتونکو سره نوموړي هوټل تللی او امر يې کړی، چې د هوټل ټولې دروازې او کړکۍ دې بندې شي او دغه  وخت د حسين نصرت ملګرې نجلۍ د هوټل له دوهم پوړه ځان غورځولی دی او پښه يې ماته شوې ده .»

د حسين نصرت او سيد ظاهر د شخړې قضيه د کابل پوليسو ته هم رسېدلې، مګر تر اوسه د کابل پوليسو د يادې پېښې په اړه هېڅ نه دي ويلي.

د درېيمې حوزې مشر حسين نصرت له یوه خبريال سره په خپلو خبرو کې د نجلۍ موضوع په کلکه رد کړه او زياته يې کړه، چې دی د يوې بلې خبرې لپاره دغه هوټل ته له خپلو ساتونکو سره ورغلی  خو دا یې ونه ویل چې دڅه لپاره له مسلحو کسانو سره هوټل ته ورغی ؟

دیک تلویزیون دراپور له مخي  دوی هڅه وکړه، د ديارلسمې حوزې مشر سيد ظاهر سره په دې اړه خبرې وکړي، مګر نوموړي د خبريال تکراري اړيکو ته هېڅ ځواب ونه وايه.
باید ووایو چې دحسین نصرت داخلاقي فساد په اړه ګڼ نور تورونه هم شته

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!