دامریکادمرستیال ولسمشر زوی دمغزو دسرطان له امله مړ شو

دامریکادمرستیال ولسمشر جوبایډن زوی بوبايډن دمغزو دسرطان له امله مړشوی دی.
سپيني ماڼۍ په یوه بیان کي ویلي، چي دامریکادولسمشر اوباما دمرستیال جوبايدڼ ۴۶ کلن زوی بوبايډن نن دمغزو دسرطان له امله مړ شوی دی.
اوباما دبوبايډن دمړيني په اړه خپل دتسلیت پيغام هم خپور کړی دی.
دامریکامرستیال ولسمشر جوبايډن ویلي، چي دده زوی دمغزو دسرطان له امله مړ شوی او دی خپل غم په کلماتو کي نشي بیانولی.
دیادوني وړ ده، چي دجوبایډن زوی بوبايډن یوه میاشت وړاندي دیادي ناروغۍ له امله دوالټر ريډ په پوځي روغتون کي بستري شوی و.
عادل خپلواک