دپروان په کوهی صافی کي امریکايي چورلکه نسکوره کړای شوې

دپروان ولایت په کوهی صافی ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو يوه امریکايي پوځي  چورلکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي دغه چورلکه تیره شپه دکوهی صافی ولسوالۍ په کاريزګي سیمه کي هغه مهال وویشتل شوه او نسکوره کړای شوه، چي سیمي ته دبمباري لپاره راغلې وه.

دمجاهد په وینا چي دچورلکي دویشتلو په مهال په سیمه کي په امنیتي پوستو سخته جګړه روانه وه.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي چورلکه په بشپړه توګه سوځېدلې او ټوټې یې په سیمه کي پرتې دي او پکي سپاره کسان ټول وژل شوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button