د طالبانو د چټکو پرمختګونو په اړه څو پوښتنې

د امریکا په لاس د جوړې شوې کاواکه او بې واکه ادارې دا متزلزل حالت او په مقابل کی یې د طالبانو د عزم او نورو الهام بښونکو نومونو لاندې سخت مقاومتونه او مسلسل پرمختګونه په دې ښکاره دلیل دي چی له غلامانو يې ورخ وړی او ډیره ژر ده چی د فتوحاتو دالړۍ به ټول هیواد په بر کې ونيسي او د کابل په پنځو دروازوبه د طالبانو سپين بیرغونه رپاند شي .

ښه نو چې فتحه را روانه ده او داده ځينې سيمې فتحه شوې هم دي نواوس هغه چاته چې دا فتحه یې په مخ روانه کړې څه ورته کول پکار دي ؟

د خپلو صفونو په اړه څه باید وکړي ؟

د مقابل لوري دولتي چارواکو او اربکیانو سره کوم چلند غوره کوي ؟

او د مفتوحه سيمو د خلکو لپاره به څه وکړي او څه پيغام ورته لري ؟

داهغه پوښتنې دي چې د هر فاتح لښکر لپاره يي خلک له ځانه سره بیا بیا تکراروي. د اسلامي امارت مجاهدنیو ته هم دغه پوښتنې او دې ته ورته ګڼې پوښتنې متوجه دي خو تر ټولو مهمه يې دا چې طالبان خپلو صفونو ته څومره متوجه دي او نوي تغیرات به پکې راولی کنه ؟

ایا همدا د ګروپونو او دلګيو په شکل کې به خپل تیت پرک لښکر یوې قوماندې ته راټولوي او د خپل مخالف په مقابل کې به يې جنګوي؟ ، او که يو عام قانوني چوکاټ ته به يې آړوي او یو منظم لښکر به ترې جوړوي؟

ايا د تیر په څير به بیا هم ځينې خود غرضه او بدخلک د دوی صفونو ته لاره پيدا کړي او که به يې مخنیوی وکړي ؟

ځکه تیر ځل چی کومې ناخوالۍ منځ ته راتلې لامل یې همدا ګډ وډ خلک وو چی د طالبانو په صفونو کې ور ګډ شوي وو او د طالبانو له نوم څخه په استفادې به یې خپل د خوښې عمل ترسره کاوو چې ولس په همدې ټکي ګيله من وو .

په اوس وخت کې مهمه نکته چې بیا هم ولس ترې په ويره کې ده هغه همدا خبره ده چې طالبان که خپل صفونه منظم او له هرقسم خلکو خوندي ونه ساتي ژر ده چې ډير خود غرضه خلک به ځانونه پکې ځای پرځای کړي چې په وروسته کې به خپله طالبانو ته سرخوږی جوړشي .

طالبانو ته د واک په لاس ورتلو په صورت کې به د خپل حکومت چاري په څه ډول سمبالوي ؟

ايا دوی ولس ته دومره اطمنان ورکولای شي چې له فاسدو خلکو او د تيرو حکومتونو له مفسدو چارواکو پرته خپلې چارې سمبال کړي ، ترڅو د ولس ويره ختمه شي؟

ايا دوی خپل خلک دومره روزلي چې بل چاته له کوم احتیاج پرته د ادارې ټولې چارې پرمخ بوزي ؟

ايا طالبان به د مخالف صف (افغان دولت ) له لښکر سره څه چلند کوي :

 له ټولو سره به محاسبه کوي او له محاکمې وروسته به يې له منځه وړي ؟

که جلاوطن کوي به یې ؟

یا به يې په کور کښينوي ؟

اوکه بيرته به يې له خپل صف سره يو ځای او مسلح کړي ؟

په دې څلور واړه صورتونو کې بیا هم نورې انديښنې راپورته کيږي چې حل يې ستونزمن ښکاري . ښه نو اخر حل يې په څه کې ده چې هيڅ کوم د پام وړ انديښنه ونه لري؟. داهغه پوښتنه ده چې جواب يې خورا مشکل ده .

او د دولت له لوړ پوړو چارواکو سره به کوم عمل ترسره کوي ؟ ، ايا کمونستان او امريکايي ډوله خلک به د نجیب په څیر په دار ځړوي او که د یوې جلا محکمې له مخې به يې په کوم ځانګړي حکم محکوموي او يا يې د نورو په پناه ورکولو همداسې پرېږدي؟

او له هغو لوړپوړو چارواکو سره چې اوس هم دجهاد دعوه لري او ځانونه په اصطلاح مجاهدين بولي څه معامله کوي هغوی هم د کمونستانو په ملتيا یو ځای محاکمه کوي او که د دوی لپاره جلا محکمه جوړوي او يا عمومي عفوه ورته اعلانوي ؟

ايا د تير په څیر به هيواد يوار بیا هم له کورنۍ شخړو او جګړو سره مخ کيږي او که به يي طالبان په مخنيوي کې بریالي شي ؟ ځکه اکثره هيواد وال ترټولو خبرو وړاندې له همدې فتني سخته ويره لري ، او دا هغه فتنه ده چی هيواد له هر راز پرمختګ څخه محصور ساتي او شاتګ ته يې مجبوروي ، نو بايد طالبان لمړی همدې فتنې ته متوجه واوسي او پرينږدي چی څوک کورنۍ جګړې ته لمن ووهي .

او يوه بله مهمه پوښتنه داده چې طالبان د نوي نسل په روزلو کې څومره جدي بريښي ، د تعليم او تربيې په اړه سر له اوسه څه پلان لري ، يايې تراوسه څه کړي دي ؟

ځکه تعليم او تربيه زیاته اړينه ده او د هر حکومت لپاره ترټولو مهمه مسئله هم د تعليم او تربيې په برخه کې خپلې هڅې دي چې څومره يې جدي بولي او د خپل حکومت د لاټنګښت لپاره څومره خلک تربیه کوي ؟

د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو هيواد د تعليم له لحاظه له يوې لويې ستونزې سره لاس او ګريوان ده هغه په دې معنی چې ټول هيواد څلور حالته لري :

۱- دينی تعلیم بیخي له نشت سره برابر وي او عصري تعليم ته هم د پام وړ توجه نه وي

۲- عصري تعليم بیخی له نشت سره برابر وي خو ديني تعليم ته هم د پام وړ پاملرنه  نه وي .

۳- ديني او عصري تعليم دواړه له نشت سره برابروي .

۴ـ ديني او عصري تعليم دواړه وي خو بیا هم لکه څنګه چې مناسب ده په هماغه کچه معیاري نه وي .

چې دا بیا د طالبانو او حکومت له لاس لاندې سيمو کې هم فرق لري

د حکومت له لاس لاندې سيموکې

ديني تعليم ته هيڅ پاملرنه نشته او عصري تعليم هم په ځينو له ښاره بهر ساحوکې د انديښنې وړ ده او په ښارونو کې عصري تعليم یا خو بيخی عصري شوي په دې معنی چې د علومو د زده کړې په ځای شاګردانو ته پردي عنعناتو ته هڅول کيږي چې راتلونکې يې د اسلام خواته تياره ښکاري ، او يا خو په کومو پوهنتونو يا لیسو کې چې له تعليم سره شاګردان د جهاد او سوچه اسلام نظر لري ، خپله حکومت يې په يوه او بله بهانه مخنيوی کوي آن چې شاګردان د طالب ، ترورست ، امن ته ګواښ… او مختلفو نومو تر محبسه رسوي .

د طالبانو تر واک لاندې ساحوکې :

په ځينو علاقو کې عصري تعليم او ديني تعليم دواړه ګذاره کوي ، په ځينو سيمو کې دواړه د انديښنې وړ دي آن چې د نشت برابر بلل کیږي ، په ځينو ځايونو کې بیا عصري تعليم ته پاملرنه بیخی کمه ده او په ځينو نورو ساحوکې بیا ديني تعليم له يوې سختې او نه جبرانېدونکې پايلې سره مخ ده .

که څه هم طالبان او حکومت دواړه دعوه لري چې د تعليم په برخه کې يې خپلې هڅې هروخت ګړندۍ ساتلې خو نه ملت دا هڅې کافي بولي او نه رښتيا هم داهڅې د کفايت وړ دي بلکه دواړه خواوې په دې برخه کې ګرم او ملامت دي چې ملت او راتلونکی نسل د شکايت پوره حق لري . والی الله المشتکی

يوه بله پوښتنه هم د طالبانو په اړه یو څه د پام وړ ده ، هغه دا چې طالبان به د هيواد بیارغونې په برخه کې څه کار وکړي کنه ؟ او تر اوسه يې په خپلو تر واک لاندې سيمو کې څه حرکت کړی کنه ؟

په دې اړه که د طالبانو روان اضطراری حالت ته وکتل شي نو کومه ګيله نشي ترې کيدلای خو که راتلونکې ته وکتل شي چې ښايي د ټول هيواد واک يې لاس ته ډیر ژر ولويږي نو جواب يې د نورو پوښتنو په څير يا خپله طالبانو او يا هم وخت او حالاتو ته پاته کيږي. خو که د طالبانو تيرې واکمنۍ ته وکتل شي بیا هم د اميد ډیر څه پکې ښکاري ځکه په تير ځل يې له سختو مشکلاتو سره سره هيواد له هرقسم بربادونکو خطرونو را وايسته. او هم يې د نمونې په توګه له اقتصادي بنديزونو سره سره ځينې لنډې پروژې عملي کړې دا ځل خو ښايې تر پخوا ډير څه وکړي .

پورتنۍ پوښتنې تر يوه حده خپله طالبان هم جوابولای شي او کنه نو دابه راتلونکی وخت وښيي چې طالبان تر کومه حده خپله هر اړخيزه داعيه پر مخ وړي .

له الله جل جلاله څخه غواړو چې زمونږ هيواد د اسلام په ښائسته نظام باندې سمبال ، د ځوريدلي ملت ټپونه درمان او ګران هيواد مو د ازادۍ ، سوکالۍ او علم او عرفان په رڼا روښانه کړي . امين  (وما ذلک بعزيز)

والسلام

عبدالرحمن

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button