تر کله به ویده اوسې؟

لیکوال: باعث قطب

د انسانیت بېلګو او د عصري ژوند هیله مندو! د کفر پر وړاندې د عدم تشدد د پالیسۍ ډنګونکو او په خپل مادي ژوند کې ډوبو غُفالو چې ټول فکر او ژوند مو تر پیسو تړلی او خپل خیر او شر له پیسو او دولت ګڼئ؛ اوس مو په خپل ایمان کې څه وایاست؟ او اوس څه پرېکړه کوئ چې ستا هغه امت چې یوازینۍ ګناه یې داده چې ایمان یې راوړی او مسلمانان دی په نه زغمونکي ډول په قتل رسیږي؟

او هغه معصومین د هره ورځ تر تیِغ تېریږي چې جرم یې دا دی چې د مسلمان بچی دی او د مسلمانې ښځې له ګېډې پيدا شوی؟

اوس مو خپل انسانیت او ایمان ته څومره نمرې ورکوئ چې دا هرڅه په وازو سترکو وینئ؛ اما بیامو هم خوله پټه نیولې او د اسلام او کفر جګړه او معرکه استخباراتي جنګ بولئ او اسلامي تحریکونو ته ــ چې د توحید د رسید او د اسلامي برم د اَحیا لپاره را پاڅېدلي ــ د سپکو سپورو په ویلو لګیا یئ؟ او د هغو ټولو اسلامي ډلو رد کوئ چې یوازې غواړي ستا او د ټول اسلامي ملت عزت پر ځای کړي چې هره ګړۍ د کفر تر تعرض لاندې نیول کیږي!

پر دې نوې او عصري ټکنالوژیکې نړۍ کې چې ژوند کوې او هره کړۍ د ټولې نړۍ له حالاتو د ګنو رسنیزو شبکو له لارې خبرېږې او د مسلمه امت له حاله هم د همدې لویديځ پلوو رسنیو په وساطت آګاه یې او خبرېږې؛ څه احساس لرې او څنګه د خپل نیم ژوانده ضمیر ته قناعت ورکوې او څنګه په مادي لزایزو کې ځان بوختوې او له دې اظلامو سترګې پټوې؟ او په څه ډول به شپه له خپلې ګل خوبانې سره آرامه تېروې؟!

په داسې حال کې چې هره ګړۍ کوښښ کوې چې له نړۍ ځان خبر وساتې تر څو پرې له خپلو ړندو ملګرو سره بې ګټې تبصرې وکړې او نور هم د اسلامي خوځښتونو په تقابل سپکې سپورې ووایې، په داسې حال کې چې د نړیوال کفر دا هرڅه په روڼ ډول وینې او نظاره یې کوې؟!

ستا په ایمان به څنګه اعتماد وشي چې له دې هرڅه سره ــ سره بیا هم په خنداوو سر یې او د خپل مادي ژوند د چارو د سمون او د مال د ډېردو په تکل چرتونه او فکرونه کړې او تل په دې تمه او هیله یې چې د خپل ژوند د لا ډېرو لذایزو د جلب لپاره څه ــ څه وکړې!

او هغه به څنګه د اسلام په دایره کې اوسي چې د کفر په غیږه کې د څو ډالرو په پار استخدام او غلامي کړي او د دې اظلامو په کړو کې په یو نه یو ډول دخیل دی او د اسلامي امت د وینې د هر څاڅکي په توېېدو کې ونډه لري؟؟؟

ته چې د برما او یا هرې اسلامي جغرافیې په هر بې ګناه وکړي دا جاري وحشت وینې او ورسره جوخت په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول پر داسې وحشتونو کې دخیل یې او ته د دې ټولو ظلمونو په کړو راضي یې چې د نړیوال طاغوت له خوا تر سره کیږي، او د همدې طاغوت چپ لاس یې او د مادي ژوند د لا آرامتیا او د خپلو بې مانیزو خبونو د پلښت په پار د همدې استکبار هر اډر ته سر خوځوې او د لا رضایت لپاره يې هڅې کوې؛ څنګه د ایمان دعوه لرې او څنګه د مسلمان وګڼم؟؟

ته چې ځان د ایمان څښتن ګڼې او د حقانیت ډنډورې غږوې؛ نو تا د فلسطین د هغو مظلومو ماشومانو په ګټات او پلوي څه کړي او لااقل څومره پرې غمجن شوی یې او د هغوی د ژوند ژغورنې په پار د تر اوسه د دې نړیوال طاغوت په تقابل څه کړي او د څه کولو هوډ لرې؟

ستا دا ژوند چې ته پکې د خپل شهوت او خپلو بې مانا خوبونو د پلښت په تکل منډې را منډې وهې او ته پکې لکه د موسی (ع) امت لالهانده ستړی د مادیت په دښته کې ګرزې ــ په داسې حال کې چې هر څه کړې؛ ستا ژوند سل په سله نه راجوړیږي ــ څه مانا او څه ارزښت لري چې ستا مانیز او دیني ورونه د کفر په زندان او بند کې په نه مجسم کېدونکي حالت په وحشت کې قرار لري چې یوازینۍ ګناه یې داده چې د اسلامي نظام غوښتونکي دي او غواړي ستا دا بې مانا ژوند ته مانا ور وبښي او د هغو ټولو مظلومو په پلوي غږ پورته کوي چې په نه زغمیدونکي وحشت سره تعزیب او د ظلم د پنجرو تر شا شپې سبا کوي؟

که ته مخکې هرڅه وې او یا د ژوند په بې ارزښتو کروندو کې لالهانده رهي وې؛ رازه اوس خپل نیم مړه ضمیر ته غوږ کیږده او خپل ژوند ته د اسلام په څراغ رڼا ور وبښه او د اسلامي تحریکونو په مقابل کې سپکه خوله مه کاروه او نور د هغه دین پلي کولو په خاطر له هرې شونې لارې ګټه پورته کړه او کار او زیار وکړه چې د ټول انسانیت سعادت پکې نغښتی ده او ټول انسانیت ته د بامانا او خوښ ژوند هیله او پیغام لري او د هغه د احکامو په تطبیق سره ستا بایللی عزت د خلافت په چوکاټ کې بیا را درومي او د ټول بشریت او انسانیت حقوق په واقعي ډول پېژني.

که نور حېڅ نه شې کولی دا خو به د په وس کې شته وي چې دین په واقعي ډول زده کړې او که د اسلامي خوځښتونو په پلوي څه نشې ویلی؛ لږ تر لږه سپکې هم پسې ونه وایې.

((د ټول اسلامي ملت د ویښتیا په هیله))

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button