Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د شخصیت غوره کېدو لپاره مهمې مرغلرې

۱: هر څوک په وضاحت ورکولو او بحث نه ارزي, د استدلال ګټلو نه ستاسو ذهني ارامتیا ډېره مهمه ده.
۲: د بازار مزیداره او غیر صحیح خوراک ستاسو صحت خرابئ, روغتیا شتمني ده باید د مزیداره خوراک قرباني نشي.

۳: عبادت, پيسې ګټل, علم تر لاسه کول, تمرین, او فامیل ته وخت ورکول مو باید معمول د ژوند وګرځي.
۴: ځان او خپل دلچسپئ او وړتیاوې پيژندل او ژوند کې یو واضح هدف او لیدلوری لرل ډېر مهم دي. هره ورځ هدف بدلول یا یو وخت کې څو کاره کول هیڅ نتیجه نلري.
۵: که سړی هر څومره د ورځې وګرځي شپې کور ته راځي, نو همیشه اولیت خپل فامیل باید ورکو. که بده درباندې راشي بد ورور د له ښه دوسته زیات په درد خوري.
۶: ملګري تکړه او لږ ساتل او سم ورسره پالل پکار دي. د هر چا یار د هیچا یار نه ده. که لوچک یا زورواکي سره په دې نیت ملګرتیا کوې چې په درد به مې وخوري نو په غلطه یې, هغه چې د خپل پلار په درد نده خوړلی ستا به څه په درد وخوري.

۷: عزت نفس تر هر څه مهم ده, وظیفه کې رئيس یا د کور مشر ته پدې چاپلوسي مه کوئ که دا وظيفه یا دا مشر نه وي زه به له لوږې مړ شم. روزي رسان الله تعالی ده, چې یو دروازه بنده شي لس نورې درته خلاصیږي.
۸: د بد او نامرده ملګري اصلاح ناممکنه ده او وخت ضایعه کول پرې ندي پکار, تېریږه راپاسیږه ترې او په مخه ځه.
۹: ژوند کې ناکامي نشته, یا یې ګټې او یا یې زده کی.
۱۰: نن د سبا فکر لپاره مه قرباني کو; که فکر کی چې له پوهنتون فارغ شم, ښه وظیفه وي او واده وکړم نو ژوند به سیټ شي. نا داسې نده ژوند همدا ده چې روان ده او خوند ترې واخله, تنها پيسې خلکو ته خوشحالي نه ورکئ. ښه ملګري او د خپلې خوښې سپورت کول یا چکر لپاره وخت لرل لوی نعمت ده.

نعمت الله نوا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button