د برېښنا شرکت عمومي رئیس: د برېښنا رسولو کې دې نه ستړي کېدونکي هڅې وشي

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): د برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا محمد حنیف وايي: د برېښنا رسولو په برخه کې باید نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وشي.
هغه دا خبره په پنجشیر ولایت کې له پارانده بند څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
په یاد سفر کې له هغه سره ځايي چارواکي او د برېښنا د عمومي شرکت مسؤلین هم شامل و.
دوی د ځايي مسئولینو او کارکوونکو کړنې و ارزولې او ویې ویل، چې: ستونزو ته به د حل لارې ولټول شي.
د برېښنا شرکت عمومي رئیس بیا د یاد شرکت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې برېښنا رسونه کې دې نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: اړتیا ده چې د پاراندې بند په اړه هر اړخیزه مطالعه وشي.
بل لور ته د برېښنا شرکت د دعوت الارشاد رئیس وویل: «دا یو نعمت دی چې زموږ امراء زموږ کړنې ارزوي څو له شته ستونزو خبر شي.»
نوموړي زیاته کړه: د دې نعمت باید شکر ادا شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button