د اوبو او انرژۍ وزارت: یو شمېر بهرنيانو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): د اوبو او انرژي وزارت مسؤلین وایي، چې یو شمېر چینايي او داخلي پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغو پانګه والو نن ورځ د اوبو او انرژي وزارت د اوبو له معین مجیب الرحمن عمر سره ولیدل او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژي په پراختیايي پروژو کې د پانګې اچونې په هکله خبرې وکړې.
له یاد وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: پانګوالو د اوبو او انرژي د پروژو او افغانستان کې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
دوی د اوبو او انرژۍ وزارت له معین څخه د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه
بل لور ته د اوبو معین پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصتونه موجود دي او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د اړینو همکاریو په ترسره کولو سره د پانګوالو له لېوالتیا څخه هم هر کلی کوي.