د افغان حاجیانو دریم کاروان هم په مکه مکرمه کې ځای پر ځای شو

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): له لومړیو دوو کاروانونو وروسته د افغان حاجیانو دریمه ډله هم په مکه مکرمه کې ځای پر ځای شو.
د حاجيانو دریم کاروان چې په لومړۍ الوتنه کې له بلخ ولايت څخه مدينې منورې ته تللی و، له اتو ورځو و شپو تېرولو، په نبوي جومات کې د څلویښتو لمونځونو له اداء کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک زیارت او سپېڅلو زیارتونو کولو وروسته نن مکې مکرمې ته ورسیدل.
د حج او اوقافو وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد حاجیان په مکې معظمې کې د تسکین کمیټې لخوا په (یاقوتة الطلائع) عماره کې ځای پرځای شول.
بل لور ته افغان حاجیانو له اسلامي امارت څخه مننه کړې چې د دوی لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
باید وویل شي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو سفرونه تېره اونۍ پیل شول.
دوی ته له پروازونو وړاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري روزنیز سیمینار هم ورکړل شو.